کور / د ماشومانو نړۍ / نوښار: اووه کلنه ماشومه په تشدد سره وژل سوې ده

نوښار: اووه کلنه ماشومه په تشدد سره وژل سوې ده


د خيبر پښتونخوا په نوښار کي یوه اووه کلنه ماشومه په تشدد وژل سوې ده.

راپورونه وايي، چي تېره ورځ ماپښين مهال دغه انجلۍ د قرآن کریم د زدکړي لپاره له کوره وتلې وه، چي وروسته لادرکه سوه اود هغې مړی ماخوستن کور ته نژدې په يو باغچه کي وموندل سو.

طبي سرچينې وايي، ددې احتمال سته چي پر دغي ماشومي جنسي تېری هم سوی وي.

د پېښي په تړاو دوه تنه نيول سوي دي او دا مهال تر تحقيقاتو لاندي دي.