کور / راپور / فارياب کي وسلوالو د يوې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي

فارياب کي وسلوالو د يوې کورنۍ ۴ غړي وژلي دي

د فارياب ولايت چارواکي وايي، چي تېره شپه ددغه ولايت په اندخوۍ ولسوالي کي وسلوالو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د دغه ولايت د پوليسو وياند عبدالکريم يورش وايي، چي په وژل سويو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

هغه زياتوي :  “تېره شپه وسلوالو د محمد یونس په نوم د یوه سړي کور ته ننوتل، څلور تنه یې ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل، ټول د یوې کورنۍ غړي دي، ښځې او ماشومان هم په کي شامل دي.”

خو تراوسه مالومه نه ده چي دا پېښه کومي ډلي کړې ده.