کور / راپور / افغان حکومت: که طالبان اوربند ونه کړي، د سولي خبري بې ګټي دي

افغان حکومت: که طالبان اوربند ونه کړي، د سولي خبري بې ګټي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وايي، چي د اوربند پرته د طالبانو سره د سولي خبري کومه نتيجه نه ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي تېره ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل، چي اوربند د افغانانو اساسي غوښتنه ده او له دې پرته د سولي مذاکرات مخ ته نه سي تللای.

هغه وویل: “که طالبان د اوربند په اړه چي د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، موافقه ونه کړي، بدبختانه چي سولې ته د رسېدو او جګړې د ختمولو په اړه خبرې به کومې پایلې ته ونه رسېږي.”

نوموړي وويل، موږ هيله لرو چي طالبان به له پاکستان څخه قطر ته د اوربند د پېغام سره ستانه سوي وي.

هغه وویل: “د تاوتریخوالي کمېدل د افغانستان د خلکو لپاره یوه ګونګه موضوع ده، پدې معنا چي د ورځې لس نه بلکي پنځه حملې کيږي، یا د ورځې لس تنه نه بلکي پنځه تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي، موږ په افغانستان کي د تاوتریخوالي بشپړه ختمولو غوښتونکي یو.”

دا پر داسي مهال ده چي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د اوربند په تړاو خبري اتري ګرمي سوي دي.

طالبان وايي، چي درې ورځي وړاندي يې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د سولي په تړاو خبري کړي دي.