کور / علمي / طبیعي هنرمند

طبیعي هنرمند

لیکنه: محمد نسیم مومند

د کانت دا خبره مې په یوه ویبسایټ کې ولوستله: “هنر مند د خپلې پېژندنې ځواک آزادانه په کار اچوي.” د کانت خبره پر ځای ده، خو زموږ لېد لوري سره توپیر لري. هغه دا چې موږ په یوې پر مختللي نړۍ کې اوس هم د خپلو پریکړو تمه له نورو کوو، زموږ ټولنه او وګړي اوس هم د خپلو کړنو پر وړاندې نور پړ ګڼي او داسې نورې کړنې هم شتون لري، دا چې لاملونه یې څه دي؟ ورته تم به شو.

موږ په ټولنه کې د هنرمند حیثیت لرو، ځکه یې لرو چې د نړۍ د ودانۍ تمه له ټول انسانیته کېږي، نه د کوم بل ژوي څخه، چې دا هم یو ستر خدایي امتیاز دی، چې انسان یې ورڅخه برخمن کړی دی او نور ژوي ترې محروم دي، موږ به هلته خپل هنر په کار اچولی وي، چې د نړۍ لید دغه (انسان څه ډول ژوی دی؟ ټولنه څه ډول دستګاه ده؟ طبیعیت څه دی؟ او همدا درې واړه په خپلو کې څه اړیکې سره لري؟) ځواک پیاوړی کړی وي.

انسان یو ټولنیز ژوی دی او په ټولنه کې د هنرمند حیثیت لري، رب د ودانۍ لپاره ټول طبیعیت د ده په واک کې ورکړی دی، چې په مشروع هنریت ترې کار واخلي او عقل یې د همدې ستر نعمت د پېژندې او ودانۍ لپاره یو بل ستر نعمت دی، چې د شعور سره یو ځای د انسان سره په نړۍ لید کې لاس یو کوي، موږ باید په دې باوري و اوسو چې طبیعت د عقل تابع دی، خو تر ډېره بریده نه، خو باید د عقل په مرسته د طبیعي پېښو علت او معلول ولټوو.

ټولنه په خپلو ابزارو کې سر پيچلې دستګاه ده، چې پرانیستل یې د طبیعي پېښو د علت او معلول د بیا پېژندنې سبب ګرځي، چې دا بیا زموږ هنر ته اړتیا لري، چې موږ مو هنر دلته څه ډول په کار اچوو او دا به مو یو وجداني مسؤلیت وي، چې د دې روزنه د کور نه بیا تر پوهنتونه د ټولو دنده ده او سپیڅلي وجدانونه به دغه غوټي پرانېزي، د الکسس کارل په وینا: “انساني وجدان د یو روښانه شعور درلودونکی دی، چې انسان کله کله خپلو تېروتنو ته متوجه کوي”

طبیعیت د انساني هنر غوره تابلو ده، چې خدای (ج) انسان ته ور په برخه کړی او انسان یې د ستر شعور او عقل سره دلته مامور ګرځولی دی او طبیعیت د لا پېژندنې لپاره یې انسان د وحیاتو څخه هم برخمن کړی دی، ځکه عقل به په بشپړه توګه د طبیعیت له پېژندنې څخه ناتوانه وي، ځکه خو موږ په قطعي ډول نشو پوهېدای چې نړۍ په خپل نفس کې څنګه ده؟ یوازې دومره پوهېدای شو چې نړۍ زما لپاره یا د بل هر چا لپاره څه ډول ده؟

د همدې درې واړو اړیکې له یو بل سره د یوه تدبیر پر بنسټ ټینګې شوي دي نه تصادفي، ځکه د طبیعیت د دومره پیچلیتا سره بیا هم انساني طبیعي مینه د دې ښکارندوی ده، چې اړیکې یې مدبرانه دي او د انساني عقله به بحر خبر وي؛ خو انساني ژوند د تصادوفونو یو لوی ځنځیر دی،  په همدې ځنځیر کې خپل لید لوری موندل خپله هنر دی او د شته ستونزو څخه بغاوت دی، ګالیلیه به ویل: “هر څه چې اندازه کولای شو باید کچ مچ یې کړو او هغه څه چې د اندازه کولای نه شو باید د اندازې وړ یې کړو او د طبیعیت کتاب هم د ریاضي په ژبه لیکل شوی دی”.

  په طیعیت کې لاس وهنه او خپل لید او تګ لوری ټاکل خپله هنر دی او انسان خپله طبیعي هنرمند دی او دا د انسان طبیعي خاصیت دی او هڅه یې ده چې طبیعیت په خپله خوښه د ځان لپاره غوره کړي او خپل اصیله مانا د ارزښتونو په رڼا کې ومومي ځکه خو د مانا او موخو جوړښت تل له فردي موخو څخه سرچینه اخلي او د بحث او انګېرنې تر منځ هم مستقیمه اړیکه شتون لري او انسان په دې باوري کوي چې په طبیعیت کې  د هر هنرمند کار او موخې بېلې دي او شخصي ټاکنې د دې لامل ګرځي چې د راتلونکو کړنو وړاندوینه راته وکړي.

۲۷/۱۰/۱۳۹۸