کور / #PTM / خفيه ادارو په شمالي وزيرستان کي دوه قومي مشران وژلي دي

خفيه ادارو په شمالي وزيرستان کي دوه قومي مشران وژلي دي

د شمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کي مخپټو وسلوالو پر دوو قومي مشرانو ډزي کړي او دواړه يې وژلي دي.

د راپورونو له مخي پر ملک زکي الله او ملک ولي خان باندي د نامالومه وسلوالو لخوا ډزي سوي او دواړه ځای پرځای وژل سوي دي.

په دې وروستيو کي د پو ځ په مرسته بيا په سيمه کي د طالب وسلوالو فعاليت پيل سوی او خلګو ته يې ستونزي پېښي کړي دی.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په تېر کي هم ملکان او قومي مشران د استخباراتو او خفيه ادارو لخوا وژل سوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ هم په دې وروستيو کي اندېښنه څرګنده کړې ده، چي د رياست په همکارۍ په شمالي وزيرستان کي بيا طالبانيزيشم فعاله کېږي. د پي ټي ايم مشران وايي چي دوی به خفيه ادارو او پنجاب ته اجازه ورنه کړی چي د پښتنو پر خاوره بل جنګ پيل کړي.

.