کور / راپور / د مشهور اسلامي داعي احمد ديدات زوی يوسف ديدات په ډزو وژل سوی دی

د مشهور اسلامي داعي احمد ديدات زوی يوسف ديدات په ډزو وژل سوی دی

د اسلامي نړۍ د مشهور دعوتګر احمدديدات  زوی يوسف ديدات د سويلي افريقا په ډوربن ولايت کي وژل سوی دی.

پر يوسف ديدات د چهارشنبې په ورځ يو نامالوم وسلوال هغه مهال ډزي وکړې چي نوموړی د خپلي مېرمني سره يوې محکمې ته روان وو.

ښاغلی ديدات لومړی ژوبل سو او په روغتون کي يې د جمعې په ورځ ساه ورکړه.

د بريد انګېزه لا تراوسه مالومه نه ده.

۶۶ کلن يوسف ديدات د مشهور اسلامي دعوتګر احمد ديدات زوی وو او پلار يې په ۲۰۰۵ کال يې وفات سوی وو.