کور / راپور / ټرمپ خامنه اي ته: د خپلو خبرو سره ډېر پام کوه!

ټرمپ خامنه اي ته: د خپلو خبرو سره ډېر پام کوه!

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران پر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي باندي نيوکه کړې او خبرداری يې ورکړی چي د خپلو خبرو سره پام وکړي.

ټرمپ وروسته له هغه خامنه اي ته خبرداری ورکړی، چي تېره ورځ د جمعې په خطبه کي آيت الله خامنه اي ولسمشر ټرمپ مسخره وباله او ويې ويل چي هغه ځان د ايرانيانو خواخوږی ښيي خو په اصل کي يو زهر لرونکی کس دی.

د خامني د څرګندونو په غبرګون کي ولسمشر ټرمپ پر ټويټر ليکلي: “د ایران د ستر مشر په نوم منسوب چي په وروستیو کي ډېر ستر هم نه دی پاتې سوی، د متحده ایالتونو او اروپا په برخه کي ناوړه خبرې کړې دي.”

ټرمپ زیاتوي، چي د دوی اقتصاد د له منځه تلو په حال کي دی خلک یې ځوریږي او باید له خپلو خبرو سره ډېر پام وکړي.