کور / راپور / اپوزيسون : که کوټي ته ګيس ورنه کړل سي، پر نورو صوبو يې هم بندوو

اپوزيسون : که کوټي ته ګيس ورنه کړل سي، پر نورو صوبو يې هم بندوو

په کوټه کي د اپوزيسون ګوند غړو ګواښ کړی، که په سخته يخنۍ کي د کوټي لپاره ګيس په سمه توګه ونه رسول سي، پر پنحاب به هم ګيس بند کړي.

په کوټه پریس کلب کي یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا په مهال له جمعیت علمای اسلام ګوند سره تړاو لرونکي د اپوزیشن مشر ملک سکندر ایډوکيټ وویل چي مرکز د بلوچستان اندېښنو ته پاملرنه نه کوي، وایي مرکزي حکومت دې ‘خپل چلند’ بدل کړي. ملک سکندر وویل:

“که په دې دومره زیات یخ کي د کوټې ښار خلک له ګېس او بجلۍ بې برخې سي نو پخپله به ځو د ګېس دفتر مخته به احتجاج کوو او دا احتجاج به بیا تر هغه وخته جاري وي چي خلکو ته ګېس نه وي ورکړل سوی”.

دا مهال په کوټه او څېرمه سيمو کي د سختو واورو له کبله د ګرمۍ درجه منفي ۱۰ ته رسېدلې ده.