کور / شعر / دا فکر مکړئ چې ګنې تاسې به هیر ېئ زمونږ

دا فکر مکړئ چې ګنې تاسې به هیر ېئ زمونږ

   لرې په یو خدای ، او رسول باندې ایمان ولسه!
   هم په چار یارو ، اهل بیت ،هم په قرآن ولسه!
   ته په حجرو،جومات، کورونو کښې ودان ولسه!
  ته د وطن د هرې خاورې قهرمان ولسه!
ته وې د دې هیواد د توورو او د ځغرو شمله +++ ته ېې تر اوسه لا ژوندۍ د همتونو شمله
     افغان ولسه! ته تاریخ او زوړ فرهنګ لرې
     ته له بخدي او اصفهان ،پاني پت ڼنګ لرې
     ته په هرات،غزني  ګندهارا لوی ګړنګ لرې
     له مارګلې تر ګواډره مست آهنګ لرې
ته وې له چین تر عرب شامه د وریښمینو لاره +++ ته ېې له هند تر چابهاره د چایونو لیاره
    دا خو متل دی چې ” څوک نه ځي په رضا له وطن
   یا ډیر غریب شي ،یا د یار مينې سودا له وطن”
   مونږ په بهر کې افغانان که یو جلا له وطن
   که مو سګشوی بولئ ؛ خو نکړو ډالر غلا له وطن!
(دا فکر مه کړئ چې ګنې تاسې به هېر یئ زمونږ++++ وخت به راځي ، مونږ به درځو پۍ او پنېر یئ زمونژ)
  … لاکن ای لوی افغان ولسه!
   ورور په ورور مه وژنه ،صحيح اسلامیت وکړه
   خور په خور مه بدلوه !، ټيک انسانیت وکړه
    عقل نه کار واخله، تکفیر د جهالت وکړه
     تخنیک له چین؛وفاق له فارس جوړ مدنیت وکړه
<<زړور ساپی>> وايي ، برلين غوندې ؛ډیورڼډ ړنګ کړه!+++++ جریبن* ګلو باندې زړه د دې **آسیا رنګ کړه!
* جریبن یو ډول ښایسته غټ ګلابي ،سره، سپین .. ګل نوم دی چې زراعت کې ېې < جرمینیوم > بُولي.
** د دې آسیا نه مې د ایشیا دغه منځنۍ برخه (لکه زړه!) مراد ده.
په ټوله پشتونولۍ ،افغانۍ مينه او مڼنه / بلجیم؛ د مرغومي یا جدي ۲۶/ ۱۳۹۸ش.=د ق. ۱۴۴۱ جمادی الاول ۲۰= د جنوري ۱۶/۲۰۲۰