کور / سياسي / ایران او په افغانستان کې قومي-استعماري سیاستونه!

ایران او په افغانستان کې قومي-استعماري سیاستونه!

ليکنه: زرینه ساکزۍ

سره له دې چې تعصب او قوم پالنه په اسلام کې مردوده ده، خو په تېرو ۴۱ کلونو کې چې په افغانستان کې د پردیو نیابتي جګړه روانه ده، یوشمېر ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو زبرځواکونو دغو سیاستونو او قومي مخامخوالي ته د یوشمېر کړیو، اشخاصو، تنظیمونو او قومي ګوندونو له لارې لمن وهلې ده.

د دغو سیاستونو په سر کې د جمعیت تنظیم او په شیعه او هزاره ولس پورې اړوندو ګوندونو ځای درلود.

دغه ډلې او ګوندونه تر ټولو زیات ایران تمویل کړي او د پښتنو او حکومت پر وړاندې جګړې ته هڅولي دي.

دغو لمسونو د هېواد په سیاست کې د قومي حقونو په نوم یوه جنجالي او اختلافي قضیه رامنځته کړه چې هېڅ حل یې نه درلود. ځکه دغه غیرعملي حقوق نه د دولت پر عایداتو، نه د بودجې پر تخصیص او نه هم د هېواد پر جغرافیې قابل د تطبیق وو.

په تېرو ۱۹ کلونو کې ایران هم یو له هغو هېوادونو څخه و، چې په افغانستان کې یې دوسره لوبه پر مخ بیوله. یعنې هم یې له امریکې سره په سیالۍ کې د حکومت دننه ځانته پلوي او نفوذي ډلې او اشخاص جوړول او تمویلول او هم یې له حکومت بهره د امریکې او حکومت دښمنې ډلې (طالبان او نور) تمویلول او مرسته یې ورسره کوله.

تر دې وړاندې هم ایران د افغان حکومت دښمنې ډلې د هزاره ګانو او شیعه ګانو له منځه جوړې کړې وې او د شوروي پلوي حکومت پروړاندې یې جنګولې.

یعنې ایران هېڅکله د افغانستان په اړه ثابت دریځ نه درلود او یوازې یې خپله نیابتي جګړه پرمخ بیولې او په دې جګړه کې یې له افغانانو سره د هېڅ ډول مشترکاتو پام نه دی ساتلی.

که څه هم ایران له یوشمېر افغانانو سره مذهب، ژبه، فرهنګ او دین ګډ مشترکات بولي، خو په واقعیت او عمل کې یې د دغو ارزښتونو د یوه پام هم نه دی ساتلی او د دغو مشترکاتو په نوم یې یو شمېر خلک، ولسونه او اشخاص غولولي او د خپلې نیابتي جګړې لپاره یې په کرایه نیولي دي.

د مشترکاتو پر بنا د همکارۍ او مرستې نړیوال عرف دا دی چې د معاملې دواړه غاړې باید مساوي حیثیت او حقوق ولري، د دواړه غاړو دندې او ونډه معلومې وې او دواړه غاړې په جګړه کې مساوي او برابر ځای ولري. یعنې د ناکامۍ پر وخت باید برابره بیه ورکړي او د کامیابۍ پر مهال باید مساوي ګټه او خپله ونډه پورته کړي.

دا په داسې حال ده کې چې ایران په دې اړیکو او معاملو کې یوازې افغانان د خپلو ګټو قرباني کړي، ګټه هغوی پورته کړې، ویجاړۍ او ورانۍ یې افغانانو ته پرېښې دي.

ایران دغه کار لکه شوروي اتحاد او امریکې یوازې په استعماري شېوې ترسره کړی او له هغوی سره یې هېڅ توپیر نه درلود.

یعنې یوشمېر سیاسي کړۍ، ډلې، ولسونه او اشخاص یې خپل نوکران او غلامان ګرځولي او د نورو قومونو او ولسونو د غلامولو هڅه یې پرې کړې ده.

  د ایران نوموړې هڅې او یا په اصطلاح د پیسو تورې کڅوړې او مرستې به موږ هغه وخت د ګډو مشترکاتو ګډه ګټه او هڅه ګڼلې وای، چې ایران زموږ د حکومت، نظام، ملت او ولسونو د ګټو پام ساتلی وای، په افغانستان کې یې د ناامنۍ او جګړې پرځای سولې ته لمن وهلې وای او لکه اوس چې ادعا کوي دوی له سیمې او افغانستانه اشغالګر ځواکونه وباسي، دوی هر کله خپل دغه موقف اختیار کړی وای او د اوس غوندې نه چې پخپله پرې راغلې او د امریکې له خوا د دوی د سپاه پاسدارانو د ډلې د یوه قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته چې د امریکې له ګواښ او احتمالي جګړې سره مخامخ دی او دغه خبره کوي.

تکرارً زیاتوم چې ایران هېڅکله د افغانستان پر وړاندې ثابت او معقول دریځ نه درلود، تل یې د حکومت مخالفت او موافقت کړی، حکومت ته یې سرخوږی جوړ کړی او په دې لار کې یې ان د خپلو غلامانو د حکومت پروا هم نه ده کړې.

کله چې په افغانستان کې د خلکو د دموکراتیک ګوند کودتا وکړه، نو د ایران امریکې پلوي حکومت یې مخالفت وکړ او خپل ۱۶۰۰ عسکر یې افغانستان ته د جګړې او نارامۍ لپاره راولېږل چې ټول یې د هغه وخت د حکومت له خوا ونیول او ووژل شول. ورپسې د اخندانو د امریکې دښمنی حکومت په ایران کې رامنځته شو، خو دغه حکومت له امریکې سره د افغان حکومت په وړاندې لاس سره یو کړ او تر پایه یې دغه انډیوالي له امریکې سره وپالـله.

ورپسې د اسلامي جمعیت واکمني راغله، چې ایران ورسره د هم توکمۍ، هم فرهنګۍ او هم ژبۍ دعوه درلوده او هم مذهبې شیعه ډلې ورسره په دې حکومت کې وې، خو ایران د دې حکومت مخالفت هم وکړ، شیعه ډلې یې له حکومته بېلې کړې او د نوموړي حکومت پر وړاندې یې وجنګولې خو په عین وخت کې له نوموړي حکومت او د جمعیت ډلې له متعصبو اشخاصو او غلامانو سره مرسته هم کوله.

تر دې وروسته طالبان راغلل، ایران له دې وېرې چې ګوندې انګلیسان او امریکایان غواړي په دوی سره د ایران معادل یو مذهبي سني دولت په سیمه کې رامنځته  او د ایران رقیب وګرځوي، د طالبانو سریختانه مخالفت وکړ او همدغه سلیماني په تاجکستان کې د شمال ټلوالې له مشر سره وکتل او نوموړي ته یې بلا وسلې او پیسې په واک کې ورکړې او نوموړی یې د خپلو مسلمانو هېوادوالو طالبانو په وړاندې جګړې ته وهڅاوه او په دې سره یې په افغانستان کې د قتال او ویجاړۍ یوه بله څبه رامنځته کړه، چې دغه څبه تر ننه روانه ده.

کله چې طالبانو د هېواد په شمال کې پرمختګ وکړ، نو ایران دومره وارخطا شوچې نور پخپله یې له طالبانو سره جګړې ته راودانګل او همدغه سلیمانی یې له لسګونو نورو کسانو سره د مزار شریف ښار ته راواستاوه چې هلته یې په جګړه کې ماتې وخوړه، خپله سلیماني له محقق سره تاجکستان ته وتښتېده او نور کسانو یې د تېښتې مجال ونه موند او د ایران په قونسلګرۍ کې پټ شول چې د طالبانو له خوا ووژل شول چې دغه موضوع بیا سبب شوه چې ایران طالبانو ته د جګړې خبرداری ورکړي او خپل دوه سوه زره عسکر یط د افغانستان کرښې ته د برید لپاره راوستل، څو ځله یې د طالبانو پر سرحدی پوستو بریدونه وکړل او د دوی له خوا له سختې ماتې سره مخامخ شول.

د ایران نوموړي تبذیر بالاخره امریکه مجبوره کړه چې مداخله وکړي او ایران ته یې خبرداری ورکړ، که ایران پر افغانستان برید وکړی نو امریکه هم بې تفاوته پاتې کېدای نه شی نو همدا وو چې ایران ووېرېده او خپل ځواکونه یې د افغانستان له پولو شاته کړل.

اوس هم ایران له امریکې سره د سولې په خبرو کې د طالبانو مخالفت کوي او نه غواړي چې طالبان دې په راتلونکي حکومت کې زیاته ونډه ولري.

د ایران په اړه امریکه د افغانستان په سیاست کې له لومړي سره له سختو تېروتنو سره مخامخ وه او هغه د خپلو استعماري او قومي پالیسیو په لړ کې په افغانستان کې د پښتنو او طالبانو مخالفت او د شیعه او ایران پلوو ډلو په ګټه د سیاست او قوې د انډول د بدلولو هڅه وه چې له تېرو ۴۱ کلونو او په تېره په وروستیو ‍۱۹ کلونو کې امریکه پرې لګیا ده.

د امریکې دغه پالیسي یعنې د ایران پورته پورته کول کېدای شي د عربي یوشمېر هېوادونو د وېرولو او په هغو هېوادونو کې د تېلو پر زېرمو د خپلې ولکې او انحصار د ساتلو لپاره وي. تر دې وړاندې امریکې دغه کار په اسراییلو سره کاوه، خو اوس چې ډېری عربو هېوادونو له اسراییلو سره خپل اختلافونه او کړکېچ راکم کړي نو غواړي چې خپله دغه پالیسي د ایران په پورته پورته کولو سره مخ ته یوسي.

 د دغو سیاستونو په لړ کې تر هغه چې پاخه او عملي تضمینونه نه وي افغانان باید نه په ایران باور وکړی او نه هم په امریکې او باید د دوی ترمنځ خپله بېطرفي وساتي او له ایجاد شوي فرصت نه د سولې او جګړې د پای ته رسېدو، د ملی یووالي د ټینګښت او د هېواد د پرمختیا لپاره کار واخلي.