کور / اقتصادي / پېښور کي نانوايانو احتجاج کړی، دوکانونه يې بند کړی دی

پېښور کي نانوايانو احتجاج کړی، دوکانونه يې بند کړی دی

د خيبر پښتونخوا ډوډۍ پخونکو وروسته له هغه د احتجاج کړی چي په دغه سيمه کي د پنجاب لخوا د اوړو د بنديز وروسته د غنمو قيمتونه ډېر لوړ سوي دي.

د پاکستاني رياست لخوا د څو ورځو راهيسي پر خيبر پښتونخوا باندي اوړه او غنم بند سوي دي چي خلګ يې د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پنجاب لخوا پر خيبر پښتونخوا باندي د غنمو د بنديز وروسته په پېښور او نژدې سيمو کي د ۲۰ کيلويي بوجۍ اوړو بيه چي پخوا ۸۵۰ روپۍ وه اوس ۱۱۰۰ روپيو ته ختلې ده.

دا چې د اوړو بیه ګرانه سوې او نانوایان په زوړ نرخ خلکو ته ډوډۍ نه سي پخولای نو هغوی اعلان کړی چې د جنورۍ له ۲۰مې نېټې نه به احتجاج پیلوي.

رحمت شاه چي د پېښور په رامپوره بازار کي نانوايي لري،وايي:

“موږ ته ویل سوي وو چې ۱۳۰ ګرامه ډوډۍ به په ۱۰ روپو خرڅوئ، هغه وخت به موږ په ۴۰۰۰ روپۍ بوجۍ اخېسته. اوس مې بوجۍ په ۵۱۰۰ روپو راوړې ده، نو خلکو ته په ۱۰ روپو ډوډۍ څنګه ورکړم؟ نو ځکه موږ مجبوره یو چې د دوشنبې د ورځې څخه هړتال وکړو.”