کور / #PTM / په بنو کې د مدني پښتنو انساني سېل

په بنو کې د مدني پښتنو انساني سېل

ليکنه: احسان الله ارينزی

څو ورځې مخکې د خیبرپښتونخوا په بنو قبایلي سیمه کې، د پښتون ژغورنۍ غورځنګ داسې یوه درنه او پرتمینه غونډه جوړه کړه چې ښایي د پښتنو په تاریخ کې ساری ونه لري!

دې غورځنګ په تېر یو کال کې لومړی په اسلام اباد، بیا په کوټه، کراچی، وزیرستان او لاهور کې هم داسې لویې غونډې جوړې او په هغو کې خپلې روا انساني غوښتنې وړاندې کړې دي: د خیبر پښتونخوا ایالت له قبایلي سیمو څخه د ماینونو ټولول، په دې سیمه کې د خلکو په تګ را تګ د هر راز بندیز لیری کول، د محکمې له پرېکړې پرته د هر راز اعدامونو بندول، د هغه خلکو د برخلیک روښانول چې ورک دي، د قبایلي سیمو اقتصادي – ټولنیز پرمختګ ته پاملرنه، خلکو ته د برابرو حقونو ورکړه او د دوی د بشري حقونو درناوی، د دې غورځنګ له اصلي خبرو څخه دي.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو په تېرو څو میاشتو کې په دې غورځنګ ځمکه دومره سره کړه چې ډېرو چارواکو ډاډ درلود چې دا غورځنګ به بیا سر پورته نه کړي. د پاکستان د فدرالي پارلمان دوه قبایلي غړي، ښاغلي علی وزیر او محسن داور، یې چی د پښتون ژغورنۍ غورځنګ له اصلي مشرانو او لارښوونکو څخه  شمیرل کیږی، د یوه سرحدي کلي په پوځي پوسته د برید په تور ونیول او ډېر نور داسی بندیزونه. علی وزیر او محسن داور وروسته د خیبر پښتونخوا د یوې محکمې د پرېکړې له مخې په وثیقه آزاد شول.

د پاکستان پوځي ویندویان او د کابینې ځینې غړي، په تېره بیا سرکاري پښتانه لکه پرویز خټک او اعجاز تور لګوي چې د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشران لکه منظور پښتین، علی وزیر، محسن داور، ارواښاد لواڼی، نورثنا اعجاز، وړانګه لوڼی او نور، په ټولنه کې ځای نه لري او په پاکستان کې د هند او افغانستان اجنداوې غواړي!

خو د بنو په غونډه کې د زرګونو پښتنو ښځو او نارینه وو ګډون، دا ادعا غلط ثابته کړه او نړیوالو ولیدل چې دا غورځنګ په خلکو کې ژورې ریښې لري، دوی د خلکو استازي باله شي او د دوی او خلکو غوښتنې یو شان دي.

هغه وخت چې پاکستانی پوځ د قبایلي سیمو د لاندې کولو له پاره، د پاکستاني طالبانو د ځپلو په پلمه، په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو یرغل وکړ، په لسګونو کلی وران شول، په سلګونو کلیوال ووژل شول، ډیر بندیان شول، په زرګونو خلک له خپلو اصلي سیمو څخه وتښتیدل او د خلکو په تګ راتګ سخت بندیزونه ولګېدل. د منظور پښتین په شان ځوانانو چې ولیدل چې پاکستاني پوځ دوه مخی لوبه کوی، د خپلو لویو ښارونو د تحفظ له پاره له پاکستاني طالبانو سره جنګېږي؛ خو لا هم افغاني طالبان روزي، ځای ورکوي، وسلې ورکوي او جنګي پلانونه ورته جوړوي؛ نو په خلکو کې دا شعور په څپو شو چې هره انساني ټولنه باید د خپلې  ژغورنې له پاره خپله ویښه شي، یو موټي شي، د خپلو سترو ستونزو په اصلي خبرو فکر وکړي، سرښندنې ته چمتو شي، پاڅي او په مخ وخوځي!

هو! د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مدني خوځښت دی چې د خان عبدالغفار خان د خدایي خدمتګارانو له افکارو څخه یې داسې الهام اخستی چې په سیمه او کور کې په نویو استخباراتی لوبو هم پوهیږی او په دې اند دی چې یا به خوځېږو، یا به ورکېږو!

د بنو په ستره غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ویناوالو، یو ځلې بیا په خپلو روا او انساني غوښتنو ټینګار وکړ او پاکستاني چارواکو ته یې ګوتې وڅنډلې چې د دوی حضور، د دوی غوښتنې او د دوی روان سوله ییز غورځنګ جدي ونیسي او که نه د هر ډول بدو پېښو مسوولیت به دوی ته راجع وي!

پاکستانیوچارواکو په کال 1971 کې د بنګالیانو غوښتنې هم بابیزه ګڼلې او هڅه یې دا وه چې په ملیونونو بنګالیانو دې، د خپلې مورنۍ ژبې په ځای، اردو خپله (قامي) ژبه ومني او ډاکه او ټول ختیځ بنګال دې، د اسلام آباد پوځیانو ته سلامي ولاړ وي؛ خو شرایط داسې جوړ شول چې پاکستاني جنرال نیازی او یو لک او شل زره پوځیان یی، هندیانو ته سلامي شول او د بنګله دیش د خپلواک هیواد جنډه ورپیده!

که اوس هم اسلام آباد فکر کوي چې پیاوړی پوځ او داسی ترهګرې ډلې لري چې په نیابتي جګړو کې کار ځینې اخلي او د پښتنو، سراییکو، بلوڅو او نورو لږکیو انسانی حقونو ورکړې ته چمتو نه ښکاري، دا دې ومني چې (د خلکو زور د خدای زور دی)، او داسې ورځ به بیا په سترګو وویني چې د پښتون ژغورنې غوندې غورځنګ، ځوانان چې اوس په ډېرو سوله ییزو او قانوني لارو روان دي او د خپلو لوټل شوو حقونو د تر لاسه کولو د بیا ورکړی نارې وهي، یوه ورځ داسې کار ته اړ شي چې د بنګله دیش تجربه تکرار او پاکستان یو ځلې بیا ټوټې شي!

په بنو کې د لسګونه زره مدني پښتنو سیلاب، دا وښوده چې په دې ولس کې د حتمي بدلون او پرمخیون اراده پیاوړې شوی او نوره نه ایسارېږي!