“د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه” سيمينار جوړ شو
Aziz Rahman Hazim
محمد اصف احمدزى
د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت له خوا «د افغاني ټولنې د دودونو پېژندنه او ارزونه» په نوم علمي – څېړنيز سيمينار د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې ترسره شو.
د قرآن کريم تر تلاوت او ملي سرود تر غږولو وروسته، سيمينار د افغانستان د علومو اکاډمي د سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په افتتاحيه وينا پيل شو.
ده وويل، دودونه او عنعنات د بشري ټولنو مهم ارزښتونه دي چې د ټولنو د پایښت او پرمختګ بنسټونه جوړوي. همدغه دودونه دي چې د قومونو، قبیلو او ملتونو هویت او تاریخ ژوندی ساتي. د ټولنو د وګړو مسئولیتونه او حقونه له دودونو څخه راټوکیږي، دا دودونه دي چې په حقوقو بدلیږي او قوانین ورڅخه جوړېږي. دودونه دي چې د ملتونو مادي او معنوي ګټې او ارزښتونه ساتي، د ټولنو بقا تضمینوي، سمون او پرمختګ ته لارې پرانېزي. ستونزې، ناخوالې او ناامنۍ له منځه وړي. مینه، محبت او یووالی رامنځته کوي.
ده زياته کړه، په بشري نړۍ کې هر قوم، قبیله او ملت ځانته ځانګړي دودونه او رواجونه لري، چې د هغو په پام کې نیولو سره د خپلې ټولنې او هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره زیار باسي. په مذهبي ډول دودونه دیني ارزښتونه او اوامر هم دي چې د دې اوامرو پلي کول د وخت په تېرېدو سره په دودونو اوښتي دي.
د هغه په وينا، هره بشري ټولنه مثبت او منفي دودونه لري، نه ټول مثبت وي او نه ټول ناسم او منفي وي؛ خو موږ په زغرده ویلای شو چې زموږ د ټولنې زیاتره دودونه مثبت دي او د دې ارزښت لري چې عملي او په ټولنه کې پلي شي او دا ځکه چې زموږ د ټولنې زیاتره دودونه له اسلامي شریعت سره موافق او یا ورڅخه راټوکېدلي دي.
ورپسې د جمهور رئيس محمد اشرف غني پیغام د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستيال څېړنوال برهان الدين نيازي ولوست چې په کې راغلي و: “د افغاني ټولنې د دودونو او عنعنو د پېژندنې او څېړنې په موضوع باندې بحث به له موږ سره مرسته وکړي چې د خپلو دودونو د مثبتو او منفي ټکو ته لا زيات متوجه شو او د خپل عنعنو اصلاح ته پام واړوو. کامیابه ټولنه هغه ده چې خپلو دودونو او رسمونو ته په انتقادي نظر ګوري او د وخت له غوښتنو او اړتياوو سره سمه اصلاح په کې راولي.”
د چارو ادارې د مطالعاتو او پاليسۍ رياست د تحقيق متخصص مبارز محمد ځدراڼ په دې اړه چې څه باید وشي چې د قومي دودونو په چوکاټ کې خپلو موخو ته ورسېږو؟ وويل، په هغو ولایتونو کې چې لا هم نرخ او تړونونه شته، باید له مشرانو سره یې ځانګړې ناستې وشي، ترڅو په دغه برخه کې د هغوی کړنې، فعالیتونه، لاسته راوړنې او تجربې د هېواد هغو سیمو ته انتقال شي چې قومي تړونونه د بېلابېلو عواملو په اساس په کې کمزوري شوي دي.
د ده په خبره، د قومونو او قبایلو چارو وزارت دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د علومو اکاډمي له ادارې سره په ګډه د قومي دودونو د ګټې اخيستنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي، کمېټه دې د یوه ځانګړې پلان له مخې په لومړي قدم کې د سیمه ییزو ادارو او همدا شان د مخورو مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو په مرسته د مثبتو قومي دودونو په اړه مهم معلومات راټول کړي. کمېټه دې د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې له قومي تړونونو او نرخونو آګاه خلک وهڅوي چې د ځان ملګري یې کړي، ترڅو د هر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جرګې رامنځته شي، دا جرګې به مرسته وکړي چې په هره سیمه کې خلک دې ته قانع کړي چې قومي تړونونه د خلکو او هېواد د پت، عزت او سوکالۍ په ګټه وکاروي.
هغه زياته کړه، د علومو اکاډمي اداره دې د قومونو او قبایلو چارو وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه په ولایتونو کې د مثبتو دودونو په تاریخي شالید، ګټو او اهمیت سیمینارونه جوړ کړي. د قومي دودونو په ځانګړي ډول د مثبتو قومي تړونونو ګټې، اړتیاوې او اهمیت له څرګندو مثالونو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ملي راډیو ټلوېزیون په مستقیمه همکارۍ سره په متواتر ډول رسنیز شي. ملي راډیو ټلویزیون دې له هغو قومي مشرانو سره د ځانګړو مرکو پر بنسټ بېلابېلې خپرونې جوړې کړي چې له تړونونو بشپړ معلومات لري او که ممکن وي، د مثبتو قومي دودونو په اړه دې د تیاتر د ادارې په همکارۍ تمثیلي پارچې ترتیب شي.
وروسته د عدليې وزارت مسلکي معين محمد قاسم حليمي وويل، افغانان داسې رواجونه او تقاليد لري چې په اسلام کې هم شته؛ که افغاني دودونه په سم ډول عملي شي او مثبته ګټه ورڅخه استفاده وشي، موږ آن مدون قانون ته هم اړتيا نه لرو.
نوموړي د افغاني ټولنې ځينو دودونو ته په اشارې کولو، لکه تيږې، ټکري، ننواتې، پيڅکې غوټه کولو او د چا په قبر د پسه حلالولو څخه مثبته ګټه واخلو او له ناوړه دودونو، لکه په بدو کې د نجلۍ ورکولو ډډه وشي. په افغاني ټولنه کې د جرګو او پرېکړو پرمهال چې ښځې کومې رول لري، که په سلګونه کاله ډيموکراسۍ وچلېږي، بيا هم همدغه نقش ته نه شي رسېدلی.
ده علومو اکاډمي ته وړانديز وکړ چې د «افغان مېرمن په افغاني فرهنګ کې» په نوم هم سیمینار جوړ کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معين دوکتور امين الله مظفري له شرعي اړخه پر عرف او رواجونو بحث وکړ او ويې ويل، د خوښو او ناخوښو عرفونو توپير بايد وشي او معيار يې اسلام دى.
د افغانستان د علماوو شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د دې ترڅنګ چې د افغاني ټولنې مثبت دودونه يې وستايل، خو پيشنهاد يې وکړ چې که په همدې سيمينار کې پر ناوړو او منفي دودونو ترکيز وشي، غوره به وي. هغه د بدل ودونو ته په اشارې سره وويل چې دغه ډول واده ناوړه پايلې لري او زياته يې کړه چې د ښځو اړوند مدافعين دې د هېواد ولايتونو او کليو بانډو ته توجه وکړي چې هلته پر مېرمنو ډول ډول ظلمونه کېږي ترڅو يې مخنیوی وشي.
د علماوو شورا بل غړي مولوي سعيدالرحمن احساس د افغاني ټولنې يو شمېر سم او ناسم دودونه بيان کړل او ويې ويل، چې يو ملت د هغوى په رسم و رواجونو پېژندل کېږي.
د ننګرهار دارالمعلمين استاد مولوي محمد ناصر حليمي وويل، په دودونو کې بايد علم (پوهې) او عدل ته ډېر پام وشي.
د سرحدونو وزارت د جرګو او قبايلو سره د همغږۍ د چارو رئيس نيازمحمد اميري وويل چې د جرګو د همغږۍ رياست د خپلو ټاکلو ۱۸ اهدافو چې زياتره د جرګو او دودونه په اړه دي، لاس په کار شوی او په دې برخه کې يې د علومو اکاډمي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سيمينار په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام د باختر آژانس مشر نجيب الله شينواري او د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت پيغام د دې وزارت د مطالعاتو رئيس جاوېد احمد وفا ولوست.
د سيمينار دوهمه برخه د علمي مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې «شناخت عرف و عادات اجتماعی و اثرات حقوقی آن» د څېړنوال سيد عمر اعزامي، «د ټولنې د لانجو په حل او پرمختګ کې د جرګو ونډه» د څېړنپوه دوکتور محمد شريف ځدراڼ، «د ټولنې په ترقي او وحدت کې د حشر نقش او له شرعي زده کړو سره يې تړاو» د څېړنوال برهان الله نيازي، «په زده کړه او روزنه کې د جومات د سبقونو رول» د څېړنپوه سيد حبيب شاکر، «د ښځو په مقابل کې د ناوړه دودونو ارزونه» د قاري سميع الله صاحبزاده، «د ازدواج په مراسمو کې ناوړه دودونه او حل لارې» د څېړنوال محمد اصف احمدزي، «په افغاني ټولنه کې د مېلمه پالنې ارزونه» د څېړنوال عبدالرحمن حامد، «د ماشوم د زوکړې د مراسمو ارزونه» د څېړنپوه عبدالکريم فضلي، «بررسی رواج های ناپسند در حق حيوانات» د څېړنوال محمد يوسف حازمي، «د حج د مناسکو له ادا کولو دمخه او وروسته رواجونه» د څېړندوی محمد امان رسولي، «بررسی رسم عزاداری در اسلام» د څېړنپوه نورالحق عزيزي او «دوديزې مېلې او له هغو نه ښه استفاده کول» مقاله د څېړنوال فريد الله نوري له خوا ولوستل شوه.
د سيمينار په پای کې پرېکړه ليک هم صادر شو.
په اخره کې د سيمينار ارزونه د دوکتور شېرعلي ظريفي له خوا وشوه چې دغه سيمينار يې د افغاني دودونو د څېړنې او ارزونې لپاره مثبت ارزيابي کړ.#