کور / شعر / بې ځاله چوغکي

بې ځاله چوغکي

د فلسطین د مقاومت ولسی شاعر مرحوم محمود درويش
 د چوغکو شاعر ته وړاندي کيږي
— ——————– 
بې ځاله چوغکي
«بې وزره چوغکيّ» ۱
هغه چوغکي چي د «مركاوې»  خوب ويني
او د اميد سترګي يې «قسام» ته نيولي دي
پرېږده چي پر غزې دېوال را وګرځوي
موږ خو د آسمانو زامن يو
موږ خو د ډبرو او کيلیو سره پيوند خوړلی دئ 
پرېږده پر خپل ځان شعر را تاو کړم
اود شرمښانو په مينځ کي يې را والوځوم
زما ايرې د «رام الله» په پس کوڅو کي و پاشۍ
تر څو شاعر وزيږوي
که سبا څوک شعر
و نه وايي ،
نو
«د الخليل چوغکي مري» ۲
م. عابردامغاني


——————————————————————————–


۱ـ۲ دمرحوم  محموددروېش دوه اثره