دمشرف استعفابه دافغانستان په اړه دپاكستان نظربدل كړي ؟

د لراوبر اداره | اگست 20th, 2008


دزمري پر۲۸ څاښت مهال پاكستاني ولسمشر پرويزمشرف دپاكستان دټلويزيون له لاري ملت ته په خپله ويناكي دپاكستان لپاره دخپل ښه كارتراصراروروسته دخپلي استعفا اعلان خپوركړ.

مشرف وويل ده دپاكستان لپاره په اقتصادي اوټولنيزوعرصوكي ډيركاركړي اوپه وينايي چي دپاكستان دمصلحت لپاره يي دواك واګي په لاس كي اخيستي اودهمدي لپاره خپل واك له لاسه وركوي .

دمشرف داستعفااعلان ترډيره تعجب اوره نه وځكه لاله وړاندي پرهغه دزيات كورني اوبهرني فشارله مخي دنوموړي داستعفااټكل سوي و.

پرويزمشرف دپاكستان دپيپل ، مسلم ليګ نواز، نشنل ګوندونو، دصوبه سرحداوپنجاب ايالتونوصوبايي جرګواودامريكادمتحده ايالتونودزيات فشارله امله دخپلي دندي پريښوولوته اړسو.
سره له دي چي پرويزمشرف ډيره هڅه وكړه ترڅوپه خپل واك كي پاته سي خوپاي پرهغه ټولي لاري وتړل سوي ،ان دپاكسان دفوځ جنرالانوهم ددي پرځاي چي ملكي سياستوال يي مركزي پارلمان ته داستيضاح اواستجواب لپاره وركش كړي ښه وبلل چي خپل پروني قومندان يي استعفاوركړي .
پرويزمشرف په ۱۹۹۹ميلادي كال كي دنوازشريف دملكي حكومت پروړاندي كودتاوكړه اونوازشريف يي له واكه وغورځوه ، وروسته ترهغه چي ښاغلي شريف له مرګه وژغورل سو سعودي عربستان ولاړاوهلته يي سياسي پناه واخيستل.
دپاكستان دلوي ګوندپيپلزپارټي مشره اومخكنۍ لومړۍ وزيره بينظيربوټوچي لاله وړاندي په مالي فسا دتورنه سوي وه ، خاونديي اصف علي زرداري زنداني سواوهغه پخپله له پاكستان نه بهرعربي متحده اماراتوته ولاړل.
پرويزمشرف دشجاعت حسين اوشوكت عزيزپه مشري دمسلم ليګ قائداعظم ګوندسره دولت جوړكړاودپنځوكلونولپاره يي دپاكستان جمهوري رياست دنده په غاړه ولرل .
په دغه موده كي علاوه پردي چي مشرف ددولت رهبري كوي دفوځ اعلاقومنداني دنده هم پرغاړه درلودل اوله همدي امله وچي مشرف دپاكستان دسياست په لوبغالي كي ترټولوروښانه لوبغاړي وګرځيد.
مشرف په ۲۰۰۷ كال يوواربياپه جنرالي لباس پوښلي ځان ولسمشري ته كانديدكړ، خودپاكستان دستري محكمي رئيس چوهدري افتخار، دده دغه ټاكنه ناقانونه اعلان كړل اومشرف هم دهغه په غبرګون كي چوهدري دمحكمي د۶۰نوروستروقاضيانوسره يوڅاي له ندي ګوښه كړ.

اوداهغه څه وچي دمشرف په وړاندي ائتلاف يي غښتلي كړاودهيوادپه ډيروبرخوكي يي دهغه په وړاندي دوكيلانواوسياستوالوپراخولاريونونوته لاره هواره كړل .

كه څه هم يوشميرپاكستانيوسياسيتوالواودحاكموګوندونومشرانودپرويزمشرف دمحكمه كولوګواښونه كړي خو دپاكستان دفوځ مشرجنرال كياني لاله وړاندي ويلي چي نه نسي ليدلاي په پاكستان كي ديوه پاكستاني جنرال دمحكمي شاهدواوسي همدالامل دي چي دمشرف دمحكمه كيدوهڅي كمزوري ښكاري .
دمشرف په استعفاسره ددغه هيوادمشرانوجرګي مشرمحمدسومروددريومياشتولپاره دولمسشري چوكي اړه كړه چي په دغه موده كي ښايي نوي ولسمشروټاكل سي
.پرويزمشرف په خپله نه كلنه دوره كي كه څه هم دپاكستاني فوځ په مرسته دالقاعدي دنړيوال سازمان اودهغي دغړوپه خلاف څوواره عمليات ترسره كړل خودطالبانوپه خلاف يي ښه نظرنه درلود.

هغه ددي پلوي وچي طالبان له آي ايس اي سره نيژدي پاته سي اوپه افغانستان كي دنه يي هم لاسوهنه خوښيدل اوتركومه ځايه چي دپاكستان اوسني بهران دي چي دالقاعدي سره تړلي طالبان په پاكستان دننه دناامنيواوناراميولامل ګرځيدلي ترډيره يي پړه  پاكستاني سياستوال دپرويزمشرف پرناسم سياست وراچوي .

اوس چي مشرف له دندي ګوښه سوي  فكرنه كيږي چي دبل هرچاپه راتګ سره دي وضعيت ښه سي ځكه ليري بريښي چي اشفاق كياني دي ، چي   دمشرف په خوښه دفوځ دمشري پرچوكي كښينستلي اومخكي داي ايس اي مشرهم پاته سوي ، دافغانستان په اړه خپل نظربدل كړي .

اوهرنوي ولسمشركه په افغانستان كي دوضعيت دبدلون فكرولري نوكيداي سي دفوځ له غبرګون سره مخ سي اونظامي كودتاورباندي وسي چي دپاكستان فوځ يي په اړه ښه تجربه هم لري .

له دي امله نوبايددمشرف استعفاته ډيره خوشبيني ونه سي ځكه دافغانستان په اړه دپاكستان  دفوځ دنوروقومندانانونيتونه اودښاغلي نوازشريف نيت په هيڅ صورت هم ترمشرف كم نه دي .

Copyright Larawbar 2007-2024