کور / تازه خبرونه / زردار ي قاضي القضات پخپل پخواني موقف نه ګماري

زردار ي قاضي القضات پخپل پخواني موقف نه ګماري

د جيو ټلوېزيون ديو راپور له مخې يوې امريكايي ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه كې ليكلي دي چې  د پاكستان د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري نه غواړي چې  قاضي القضات افتخار محمد چوهدري بېرته پخپل پخواني موقف وګماري .

ټلوېزيو د ورځپاڼې نوم نه دى په ډاګه كړى .

د سرچيني په وينا د زداري د انكار په غبرګون كې د ملسم ليګ (ن) مشر نواز شريف  خبردارى وركړى دى چې كه زرداري په خپله خبره ټينګ پاتي شي نو دى به ورسره په حكومت كې له برخې اخيستلو ډډه وكړي .

د يادوونې وړ ده چې نن  د پاكستان د مسلم ليګ (ق) ګوند يو شمير مشرانو هم ويلي وو چې د مشرف له تګ وروسته واكمنو ډلو ته نوره بهانه پاتې نه ده او ژر تر ژره يې ورڅخه په خپلو پخوانيو موقفونو د قاضيانو بېرته ګمارل وغوښتل .