کور / تازه خبرونه / پاكستاني فوځونو 30 تنه طالبان وژلي دي

پاكستاني فوځونو 30 تنه طالبان وژلي دي

 


اسلام آباد


دپاكستان فوځ وئيلي دي چې پاكستاني  ځواكونودسوات په مهموځايونوكانجو،كوزه بانډه ،بره بانډه اودمام ډيرۍ كلى په غرونوپوستې جوړې كړي دي .  بلخوادعملياتوپه وخت 30 تنه طالبان  اويوپاكستاني فوځى  مړشويدى د فوځونو د تعلقات عامه ډائرېكټر جنرل وحيد ارشد خبرې رسانيو ته وئيلي دي چې پاكستاني  فوځ د يكشنبې  په شپه سوات كښې يوه لوي عمليات  پېل كړيده  او په لومړي ځل ځمكني فوځونه پكار راوستل شول، ځمكني  فوځونو هغه اوچتې څوكۍ ترلاسه كړلې له كوم ځايه چې د كانجو، كوزه بانډه او امام ډهېرۍ كليو څارنه كېدى شي، ده زياته كړه چې اولس دغو كليو ته د ټولو تلونكو او وتونكو لارو ځايونه د فوځونو په واك كښې دي، ده ووئيل د تېرې شپې جګړه كښې دېرش طالبان  وژل شوېدي، ده زياته كړه چې عمليات  جاري ده، توپې او جنګي چورلكې هم پكارولې شي، ده ووئيل دې كاروايۍ كښې صرف يو فوځي مړ شوى دى   او درې ژوبل شوېدي، پاكستاني فوځ خپلو كاميابو ته پُشتي وركوي او دغو كليو كښې اوس هم كرفيو لګېدلې ده، د يوې پوښتنې په جواب كښې ده ووئيل پاړه چنار كښې ځينيانښتې شوېدي او دغو كښې پنځلس كسه  مړه شوېدي، ده ووئيل سوات كښې د تاوژن  حالت له كبله خلق نسبتا محفوظو ځايونو ته په كډه تللي دي  مقامي   انتظاميې د فوځ په مدد كېمپونه قائم كړېدي چې د سوات څخه په كډه تلونكو مقامي خلقو سره لاس امداد وكړى شي، د فوځونو د تعلقات عامه ډائرېكټر جنرل زياته كړه چې سوات بندوبستي علاقه ده او د ځائي خلقو په مرسته به شدتيان ډېر زر وويستل  شي او ختم كړى شي، جنرل وحيد ارشد ووئيل چې راولپنډۍ كښې د اوسنيو بم چاودنو باره كښې تحقيقات روان دي


خالداحمدكاكړ