کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف خپل هيواد ته ستون شو

نوازشريف خپل هيواد ته ستون شو

نوازشريف داووه كلنۍ جلاوطنۍ څخه وروسته خپل هيواد ستون شو


لاهور+مدينه


 دپاكستان پخوانى صدراعظم او دمسلم ليګ ( ن ) مركزى مشر ميانوازشريف داووه كلنې جلاوطنۍ څخه وروسته دپاكستان دلاهور دعلامه اقبال په هوائى ډګر خپل هيواد ته راستون شو، دنوموړى سره دهغه ميرمن كلثوم نواز او ورور شهباز شريف هم مل وو، نوازشريف دسعودى عرب لخوا په وركړآ شوآ ځانګړې الوتكه كښې هيواد ته راستون شو چې دعلامه اقبال په هوائى ډګر ورته تود هركلآ ووئيل شو ، بيګاه ماښام شپږ بجې دنوموړى الوتكه په هاى ډګر راښكته شو لس كاله وړاندې ددسمبر په لسمه نوازشريف داوسنى واكمن پرويزمشرف لخوا ديوې پوځې كودتا په لړ كښې سعودى عرب ته دهغه هيواد دچارواكو سره تړون   لـه  مخې سعودى عرب ته تللى ووْ چې څه موده وړاندې دسعودى چارواكو اولسمشرمشرف  سعودى عرب ته وغوښت دنوازشريف دراستنيدو ستونزه ئې ورسره حل كړه