کور / علمي / روزګان دجګپوړو چارواکو جدي پاملرني ته اړتيا لري

روزګان دجګپوړو چارواکو جدي پاملرني ته اړتيا لري

تيره شپه يعني دنومبرپر ۲۴ مه مې دشپې ترخبرنووروسته  دآريانا تلوېزيون  پريوځانگړي پروگرام سترگي ولگېدې کوم چې دروزگان ولايت  په اړوند د((انسانهايکه ازسهولتهاي زنده گي بي بهره اند)) تر نامه لاندي خپور شو.


دپروگرام په درشل کې  د روزگان له والې صاحب دامنې له قوماندان اودپوهنې له رئيس سره خبرې شوې وې .


پروگرام ډير جالب و. په ځانگړې توگه کله چي پسله شپږکاله دبياجوړونې ترنامه لاندي تبليغاتو اورېدل ټول کاڼه کړی يو،اوروچې دروزگان په ټول ولايت کښي يوه ليسه فعاله ده .


زه روزگان اوس نشم معرفي کولاي ،ځکه دلنډې ليکنې موخه مي دانده ،دومره درنولوستونکوته عرض کولاي شم چي روزگان يوله هغوسيموڅخه دي چې دکال څلورفصله پکښي له ورايه معلومېداي شي . دميوو اوغلو گدام دي ،دخپلودنگوغرونوپه لمنو کښې ئي تل کوچيانوته په پراخه سينه ځاي ورکړې دی اوهرکال ئي کوربه وي ،داپدې معنا چي روزگان پرکرهڼېزومحصولاتوسربېره دمالداری محصولات  هم بازارته وړاندي کوی  .


هر ميوه اودانه چې دافغانستان په يوکنج  کښي پيدا کېږي په روزگان کښي هم شته .


له يو شی  څخه  روزگان له ډيرپخوا محروم دی  هغه ددولتي چارواکواوبهرنيوکمپنيوله پاملرنې نه .


روزگان غرنۍ ولایت دی دغه جغرافيايي موقعيت  گټه داده چې رودونه اوهمېشنۍ رواني  اوبه لري ،خوله بله پلوه پدي وروستيوکلونوکښي ئې تاوان دادۍ چې ددولت مخالفين اوکله کله دبهرنيوترورسيتانو پټن ځايونه گرځېدلي دي ،خودامشکل په ټول افغانستان کې شته .


دروزگان خلکوښاغلي کرزی ته فناه اودټاکنوپه وخت کښې ئې رايه ورکړه ،مگر ښاغلي کرزی داسيمه داسي هيره کړه لکه ټول افغانستان چې ترېنه هيردی .


په کوم منطق اودليل دا ومنل شي چي دروزگان په ټول ولايت کښي يوه ليسه فعاله ده اودهغې تعمير هم دليدو وړنه دی ،کتابتون نشته ،لابراتوار اودمسلکي ښوونکي خبره خولاپر خپل حال پرېږده . دسيدال خان دليسې يوښونکی سره په مرکه کښي هغه وايي شاگردان کتابونه نلري ،دښوونکي معاش دونيم زره افغانۍ دی .


کرزۍ صاحب !


داچې په دايوه ليسه کښي ،شاگردان دمعارف داوسنی  نورم سره چې دکابل په ځينو نازولوليسوکې مروج دی کتاب ونلري ،کتابتون اومسلکي  ښوونکی نه وي ،شاگردان لابراتوارونه پېژنی کېداي شي ددي ليسې فارغان پوهنتون اويابل دعالي تحسيلاتوموسسې ته لاره پيداکړي؟؟؟


نه کرزی صاحب!


دغه حالت ته تاسودهيواد له راتلونکي نسل سره خواخوږي واياست  ؟


اياڅنگه يوچاته قناعت ورکوی چي دروزگان په شرايطوکښي دې يوښوونکی په دونيم زره افغانيوکار وکړی اوکورنۍ ته دي داړتياوژتوکي برابر کړي  ؟ ډيره بې انصافي ده ،دپارلمان اوکابينۍ  دغړودمعاش دزيات والی پر سره تل جگړه وی خوپه ټول هيوادکې ښوونکوته تر دري زره افغانۍ زياته تنخوانه ورکول کېږي . پدغه تنخواچې يوسړۍ ډير مجبور نه وي کله به حاضر شي چي درس ورکړی ؟؟؟


کرزی صاحب !


دا وتن دپردوپه ټنکونشي جوړېداي ! اوداومنۍ چې خلکوته کار پيدا کول ،دهغوي درناوی ،دښوونې اووروزنې بريالی پروسه به په هيوادکې ديوشمير ناخوالو مخه ونيسي ،په زورکلی نه کېږی دا داولنوخبره ده اوډيره پخه چي دزمان له ازمون څخه راوتلې ده.


له دغو خلکوتاسو غواړی چې ستاسو حکومت ومنی اوسبا بيادومره ساده شي تاسوته رايه درکړی ؟


څه موده وړاندي  دښوني اوروزنې وزير صاحب سويډن ته دافغانستان په اړوند په نړيوال کنفرانس کې دبرخې اخيستو لپاره راغلی و،هغه ويل هلته چې امنيت نشته دهغه ولايتوپه مرکزوکښي موليليه ښوونځۍ جوړي کړې دي چې دنا ارامو ولسواليو شاگرادان پکښي درس ووايي  .مگر پدغه راپورتاژ کښي خو ماداسي خبره وانه ورېده ؟ داپدي معنا چي په روزگان کې داسي ليليه نشته ،ممکن دليل ئي داوي چې دولتي چارواکوپه ياغستان بدل کړی دي ،له هغوي نه څوک پوښتنه نه کوي اوجزائې ماشومان ويني .


په تاسوکښې چاداحق له کوم ځاي نه ترلاسه کړئ دی اودکوم قانون پلی کول ورته واياست چي په ډيرمهارت دروزگان دټولو ولسواليو ماشومان  له لوړو اومسلکي تحصيلاتونه محروم کړل شوی دي .


همدا دليل دی چې دټول روزگان څخه ددې ولايت اصلی اوسېدونکی اوپدغه سيمه کښي لوي شوۍ زلمی په پوهنتونونواونورودعالي تحصيلاتوپه مؤسسوکښينه لېدل کېږي ،اوبهر خوتاسوحق لري دوي ونه لېږی ،ځکه چې ښونځۍ نه وي ،کتاب اوښوونکی نه وي  بهانه موجوړه ده چې نالوستی څوک بهرتحصيل ته نه لېږي ،اوکه ئې لېږي هغه به هغۀ نازولي وي چې په لوکسو ماڼيو کې لوي شوی اوپه توروموټرانوکې ښونځيوته ځی .


دروزگان ښځودشورارئيسی درنې فرشته سميع هم ډير سرټکاوه اوگوت نيونې ئې درلودې . له خبرونه ئې داسي څرگندېده چې نوره داخور له شکايت نه ستړې شوې ده ،دابه ومنوچي زموږ په ټول هيوادکې ښځي له زياتو ستونزوسره مخامخ دي .


مگر کرزۍ صاحب!


داچې دژوند ناخوالې ئې دومره راونغاړي چې دمخدره موادوپه استعمال دڅولحظو لپاره ځانته نجات ورکوی  ،ددغه ډولو خبرو اورېدل تاسوته ټکان نه درکوی ؟ددې مورکه ماشوم ولري دهغه به کوم سرنويشت وي ؟ اوکه اميدواره وي دانوی ماشوم چي ناسالم  پيداکېږي مسؤليت ئي ولې پر خداي وراچوی  ؟ اياتاسوپدي هکله کوم مسوليت احساسه وی ؟؟؟ پدې هکله مو فکر کړئ دی چې که ماشومان ناروغه دنياته راشي راتلونکې ټولنه به له يوه سره ناروغه اوناسالمه وی  .


دزندان په هکله به زه ډير جنجال نه کوم ځکه تاسو اړوندان به وواياست چي گناه کار بايد جزا وويني ،مگر هرڅه دقانونيت اوانسانيت په چوکاټ کښې دغه محبس چې ئې ښکاره کړ،فکرکوم هلته به حيوان هم يوه لحظه ژوند ونشي کړاي خو تاسو انسانان  پکښي ساتی . کله چې نړيوال بشري سازمانونه پدي هکله پرتاسو اړوندانو نيوکه وکړي ،دخندا خبره خوداده ،هغه دچاخبره ځيني چارواکي دکالو سره دافغانانوپه سترگو ورننوزی  اوپر ټولوڅرگندو حقايقو سترگي پټوی . يو څه انصاف وکړئ پر انسانانورحم پکار دی ،که داځل دصبرکاسه وچړپېدل ،پدي بايد پوه اوسۍ چي هغه دشاغلي کرزی خبره دوباره به آمريکا،اروپااونوروهيوادوته له کومه چي افگانستان ته ورغلي ياست منډی راوهۍ . اوکه ددغو هيوادودولتي چاروکي نوري کومي پټي مخې ستاسوپه وجودکښي ونلري داځل بايدپه رښتيا سره تابعيت اوپاسپورټونه درنه واخلي .


ددې ولايت روغتون ،روغتون ته ورته نه لېدل کېده ،پدي هکله بهرنيولږ مرستي کړې ؟ ماته معلومي دي چي له حد نه زياتي ،خوټولې په شخصی جيبوکښي لوېږي . اوتاسوهم ښاغلي کرزی صاحب څو ورځی مخکښي له توره مجبوريت نه اعتراف وکړ چي دا هيواد اوهيوادوال دغلو،کيسه برواوغاصبينولاسته ورغلی دی . زه پردي اوس بحث نه کوم چي چاپلاس ورکړاوتاسوپدې کښي څومره غښتلی رول درلود،ځکه هرڅه تر لمر څرگند دی .


زه پدې باور يم چې په ټول افغانستان کې همدا حالت دی ،خويوځاي لږ اوبل ځاي ډيري ستونزي دا هيوادوال نستېږی ،اوتاسو دولتي جگپوړي چارواکي ئي ننداره کوی .


يوه ورځ مې وانه ورېدل چې پدې ولايت کښي کومه توليدي پروژه پلې شوېده ،داپداسي حال کې چي دروزگان دپ آرټي (PRT) مسؤليت دهالنډيانوپر غاړه دي . هالنډ يوسوله دوست اوکرهڼيز هيواد دی ،کله چې هالنډيان روزگان ته ولاړل فکر مې کاوه چي اوس به روزگان ،روزگان شي ،خوله بدمرغه روزگان  په ياغستان اوکنډوالو بدل شو،امنيت نشته اوهغه ته اميدواري په نا اميدی اوښتېده ،ځکه يوازي په زور امنيت راوستل دځان غولونه ده ،خلک کار نلري اولادونه ئي ډوډی غواړي ،دوا،ډاکتر اونورواړينو ټولنيزومرستوته اړتيالري  ،مگر متاسفانه له دوي سره دميرېزي برخوردکېږي . دهالنډ له علمي ،تخنيکې اومالي امکاناتو څخه کېداي شوه پراخه استفاده شوی واي خو ونشوه ،متاسفانه دا امکان به هم ډير ژر له لاسه ورکړو،هالنډيان به ستړې شی اوکالي به ټول کړی خپل وطن ته به درومی .خوپدي وطن کښي به موږاوتاسوسره پاته کېږو.


ښاغلی کرزی صاحب !


که تاسو غواړی په روزگان اونورونا آمنه سيمو کښي دسولي راتگ لپاره لارخلاصه شي ،دبهرنيومالي ،تخنيکي اومادي امکاناتونه دهيوادوالودژوند دبسيا ينې اوښيرازۍ لپاره گټه واخلی . دولتي ادارې له افغان ولس سره دبيگانه و،رشوتخورواوپه يوشميرنوروفسادونواخته کسانوڅخه خلاصي کړی . تر څوقانون پلی نشی ،ناولي لاسونه لنډ نشي  اودزوروخوله ورماته نشي پدي ملک کښي ارامي راوستل ناشونې خبره ده .


دايوتاريخي اوانکارنه منونکی واقعيت دی چې داولس دولتي چارواکو،دزورخاوندانواوددولتي قدرت تږوغروته پورته کړ ،روزگانيان ئې يوه بيلگه ده .


په روزگان کښي مې ددولتي چارواکونه هيله اوغوښتنه داده چې ديوافغان په توگه ،ديومسلمان په توگه اود يوانسان په توگه پردغه کړېدلي ولس زړه وخوږوی ،دغه خلکوته خدمت کول اوپدي لارکې دچوکۍ دلاسه ور کول  اصلأ رښتيانۍ خدمت اوجهاددی ،له ظلم ،خيانت اوظالم سره سرښورول دهغوي سره مرسته کول گڼل کېداشي .


شرم دۍ چې انجينير بيات په روزگان کې مسجد ،کتابخانه ،روغتون اوياپل جوړوی ،په مقابل کښي دولتي چارواکي يوازي له هغوي نه مننه کوي . په يوهيوادکي يو دولت اوحکومت بايد وي  . زه له انجينير بيات نه مننه کوم چي له خلکوسره مرسته کوي که څه هم دادهغه مسوليت اودنده نده. خوداسوال راسره ناحله پاته دی چي څنگه يوشخصی سرمايدار هرڅه کولاي شی اودولت پر ټپه ولاړدي  ؟؟؟ ايادغه کارونه چي انجينير بيات سرته رسوی دولتي دندي نه دي ؟؟ فکرکوم داکارونه بايد دولت ترسره کړې واي ؟ دغه بياجوړونه بللاي شو؟چي هر  څه يوشخص دخيرات ترنامه لاندي سرته رسوی ؟ ولي دا ولس په خيرات خور شهرت ومومی ؟داله افغانانوسره لمرغوندي روښانه خيانت نه دی؟ که دولت داکارونه سرته نشي رسولاي اويادهغې جوگه نه دي راشي ټول په يوه اتفاق داملک بيات صاحب ته وسپارو،هغه به هرڅه ورته جوړکړي ،خيرات خواره خوبېله هغه شو.



پاي