کور / نثر / دمورچیغه

دمورچیغه

 د ښځو د تاوتريخوالي څخه د ژغورلو په مناسبت


زه هغه یم چي په یولاس زا نگو ځنگوم او په بل نړۍ


زه یم چي کله مور, کله خور, کله لور او کله هم ښځه یم.


زه یم چي ښوونکی, ډاکټر ، شاعر  او لیکوال روزم.


خو نه غواړم چي وو هل سم, نه غواړم وځپل سم, نه غوارم وسوځول سم او بیاد خپل لاس په روزلي ووژل سم.


زه غواړم زما بچیان نور ونه ژاړي ,نور ونه ځوریږي,زما خور او لور بیا سر توره او بې کوره نه شي.


زه یم چي دتاریخ چیغه یم,زه یم چي دتورو شپونه رڼا غواړم.


زه یم چي سوله او آرامي ده زما هیله, زه یم چي برابري او عدا لت دی زما شعار د نړۍ د ناخوالو او نابرابریولپاره.


نورنوبس دی ای انسانه پاڅه, جوړ کړه وران او ويجاړ ، کورونه ، ښارونه او ملکونه .


ځکه دا چیغه وروستۍ چیغه ده,دمور چیغه ده دهغي مور چي وروستۍ شیبې یې دي د ژوند!