کور / اقتصادي / د “افغانستان او هند تجارتي وصل-۲۰۲۰” کنفرانس تر سره سو

د “افغانستان او هند تجارتي وصل-۲۰۲۰” کنفرانس تر سره سو

د روان کال جنوري پر ۲۱مه د ممبئ د افغانستان په جنرل قنسلګري کښي د “افغانستان او هند تجارتي وصل- ۲۰۲۰” تر عنوان لاندي یو ورځنی کنفرانس د هند د نړیوال اطاق تجارت او متحده ایالاتو د نړیوالي انکشافي ادارې په مرسته تر سره سو.

په یاد کنفرانس کي د مهاراشترا ایالت د تجارت خونو رئیسان، د هند د صنعتکارانو اتحادیه، د تجارتي بانکونو رئیسان، د جنوبي اسیا هیوادونو د نمائندګیو ډیپلوماټان او تر ۱۷۰ د زیاتو خصوصي او غیري خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کي په ممبئ کي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جنرل قنسل ښاغلي نسیم پښتون شریفي د مهاراشترا له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه، چي د افغاني کالیو په رُشد او رانیولو کي یې علاقمندي ښوولې.

ښاغلي شریفي زیاته کړه، چي د “افغان او هندي تجارانو اتحادیه” چي په ممبئ کي جوړه سوې، له ځان سره مهم زیري او کارونه لري. نوموړي وویل چي ددې اتحادې په مرسته به تجاران د فرصتونو تشخیص، د مشکلاتو تحلیل و بحث او د دوو هیوادونو د تجارانو لپاره د مجلسونو دائرول کوي.

ښاغلي شریفي د خبرو په اخیر کي د چابهار بند او د هوایي دهلیزونو پر اهمیت هم خبري وکړې؛ چي نتیجه یې د افغاني محصولاتو زیاتوب دی.

وروسته د هند د نړیوالو بندرونو د شرکت رئیس ښاغلي آرون کمارګپتا د جابهار بند په اړه هر اړخیز صحبت وکړ. نوموړي د یاد بندر له لاري د افغانستان څخه ممبئ ته د ۲۰۰۰ متریک ټنه وچي او لنده مېوې خبر ورکړ. کمار ګپتا وویل چي د چابهار د معافیت په اړه د امریکا د متحده ایالتونو سره د رسمي سند پر مسئله کار روان دی. ښاغلي ګپتا تاجرانو ته د بانکي ستونزو د حل اطمینان هم ورکړ.

ورپسي په ممبئ کي د افغانستان تجارتي اتشې، ښاغلي عبدالنافع سروري په افغانستان او هند کي د تجارتي مواقعو او فرصتونو په باره کي یو بهترین پریزینتیشن وړاندي کړ. نوموړي د تجارتي تړونونو او ترجیحي تعرفو په اړه هم تاجرانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

وروسته د هند د نړیوال اطاق تجارت رئیس منپریت سینګ د افغانستان او هند پر تجارتي اړیکو بحث وکړ. نوموړي افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره پُل یاد کړ. ښاغلي سینګ د تجارانو اتحادیه د دوو هیوادنو لپاره د باورمندۍ مهم فکټ وګانه او هیله یې څرګنده کړه چي بارز رول به ولوبوي.

د کنفرانس په اخیر کي د متحده ایالاتو د انکشافي ادارې په استازولۍ اغلي عمرانې کیر په ممبئ کي د افغانستان له قنسلګري او نورو همکارانو د هڅو ستاینه وکړه، او همدا رنګه یې د خپلي ادارې د تیرو دریو کالو د فعالیتونو راپور له ګډونوالو سره شریک کړ.