کور / راپور / ولسمشر غني د ټرمپ سره پر افغان سوله ږغېدلی دی

ولسمشر غني د ټرمپ سره پر افغان سوله ږغېدلی دی

تېره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني د خپل امريکايي سيال ډونلډ ټرمپ سره د سويس د اقتصادي غونډي په څنډه کي سره وليدل او د افغان سولي په هکله يې خبري سره وکړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دواړو مشرانو پر هغو موضوعاتو هم خبرې وکړې چې د ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سفر پر مهال مطرح سوې وې.

ښاغلی صدیقي وايي: “خاصتاً پر دې بحث وسو چې څرنګه د افغانستان او متحده ایالاتو مشرانو چې کوم بحثونه بګرام کي کړي وو، هغه په راتلونکي کي بیا هم د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري تعقیب سي.”

ولسمشر غني تر دې لیدنې وروسته د افغانستان په اړه په یو بحث کي ویلي:

“زه له ولسمشر ټرمپ‌ سره په معاملاتو کي ستونځه نه لرم، زه له هغو څو مشرانو یم چې له ولسمشر ټرمپ سره ښې اړیکي لري، زموږ نننۍ خبرې هم ډېرې ښې وې ځکه چې زه خپلې اړیکي د لومړیتوبونو په بنیاد جوړوم”.