کور / راپور / اشرف غني: طالبان له جګړې ستړي دی، مشران يې خپل عيش او عشرت کوي

اشرف غني: طالبان له جګړې ستړي دی، مشران يې خپل عيش او عشرت کوي

افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په سويس کي د اقتصاد نړيوالي غونډي د څنډي په يو بحث کي ويلي، چي طالبان له جګړې ستړي سوي دي او مشران يې په عيش او عشرت بوخت دي.

د غه بحث چي  “افغانستان په سیمه ییز او نړیوال روایت کي” نومېده اشرف غني پکښي وويل: “د طالبانو سرتیري له جگړې ستړي دي، خو مشران یې چي په دوحه کي په مذاکراتو بوخت دي او څلور یا پنځه ښځې یې کړي دي له ژوند نه خوند اخلي او په پانگه والو بدل سوي دي.”

جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کي په غیر مستقیمه توگه طالبان په افغانستان کي د مخدره توکو د قاچاق د شبکي چلوونکي وگڼل او ویې ویل چي هیروئین او امفتامین د نړۍ ستر قاچاقي توکي دی.

د افغانستان جمهور رئیس د افغانستان د کشالې د حل لپاره د تاوتریخوالي په پای ته رسیدو او د سیاسي حل لارې په موندلو باندې په ټینگار سره وویل: “د طالبانو قوت منفي او په تاوتریخوالي ولاړ دی…ټولنې دغه مسله درک کړې او دغه وضعیت باید پای ته ورسیږي.”

بل خوا طالبانو د اشرف غني دا څرګندوني بې اساسه بللي دي او ويلي يې دي چي تر هغو به خپلي مبارزې ته دوام ورکوي، تر څو چي ددوی په خبره اشغال پای ته نه وي رسېدلی او اسلامي حاکميت نه وي راغلی.