نړیوالي محکمې د ميانمار هیواد ته خبرداری او ۴ میاشتي وخت ورکړ
لیکوال
نړيوالي محکمې نن د ميانمار هیواد ته خبرداری او امر وکړ تر څو د روهینګايي نامه مسلمانانو په وړاندي خپل طرزالعمل ته د تغیر تر څنګ د ټولو بې ځایه سویو روهینګايي مسلمانانو حقوق خوندي او د ۴ میاشتو په دننه کي نړيوالي محکمې ته د خپلو اجرآتو راپور هم وړاندي کړي.
د روهینګايي نامه مسلمانانو د نسل وژني قضيه، د افریکايي هیواد، ګامبیا، له خوا نړيوالي محکمې ته وړاندې کړل سوه، چي د څو پړاونو په ترڅ کښي نن د نړيوالي محکمې له خوا د روهینګايي نامه مسلمانانو په ګټه سره وارزول سول.
قضیه :
د ميانمار هیواد چي پخوا برما نومیدئ، خپل لږ-کي روهینګايي نامه مسلمانان د ناسم چلند له امله دې ته اړ ایستل چي خپل کورونه پرېږدي او نورو هیوادونو ته وتښتي.
د زرګونو روهینګايي مسلمانانو کورونو ته اور واچول سو، زیاتره یي ووژل سول او زیات شمیر یې د بنګلدیش تر څنګه نورو هیوادونو ته وتښتیدل.
عرض کوونکی :
د ګامبیا افريکايي هیواد د عدليې د وزیر ابوبکر تمبادو په نوښت او هلوځلو سره ګامبیا يواځنی هیواد وو چي د روهینګايي نامه مسلمانانو د نسل وژني قضيه يې نړیوالي محکمې ته وړاندي کړل او پدې سره يې د ميانمار هیواد مجبور کړ چي د نړيوالو قوانینو پر اساس نړيوالي محکمې ته حاضر او د روهینګايي مسلمانانو د نسل وژنې اړوند سپيناوی ورکړي چي له نیکه مرغه دادی نن دا قضيه د ګامبیا او روهینګايي نامه مسلمانانو په ګټه سره مخته یووړل سول.
محکمې په خپله ننۍ پرېکړه کښي د میانمار هیواد ته دا هم وویل چي پام به ډير کوئ موږ مو څارو!
د نړیوالي محکمې دا پرېکړه د ډیرو هیوادو له خوا څخه مثبت ارزول سوې ده او دا يې په نړیواله توګه د لږه-کيو ډلو د حقوقو د خوندي کولو په لار کښي یو ستر ګام بللئ دئ.
پر سټیج ولاړ کس: د ګامبیا د عدليې وزیر ابوبکر تمبادو په هلوځلو د ميانمار هیواد نړيوالي محکمې ته راحاضر کړل سو