کور / راپور / طالبان وايي، د سولي په خبرو کي د امريکا غوښتنو په تنګ کړي دي

طالبان وايي، د سولي په خبرو کي د امريکا غوښتنو په تنګ کړي دي

طالبانو ویلي چي د افغان سولي په بحثونو کي د امريکا د غوښتنو څخه نور پوزي ته راغلي دي.

دغه څرګندوني د طالبانو د يو رسمي ويبپاڼي په حواله مخي ته راغلي دي او پکي ويل سوي چي د افغانستان د سولي لپاره د امريکا  ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د افغان حکومت غوښتني طالبانو ته وړاندي کوي.

طالبانو دا خبره د پنجشنبې په شپه (جنوري ۲۳) په خپلې رسمي ویبسایټ کي کړې ده او واشنګټن “د وخت په ضایع کولو” تورن کړی دی او ویلي دي چي له خلیلزاد سره مذاکرات د “تاوتریخوالي د کمولو” په تعریف باندې ځنډېدلي دي.

بل خوا افغان حکومت وايي، چي د تاوتريخوالي کمول هيڅ مانا نه لري بايد تاوتريخوالی ختم سي.

د ښاغلي غني ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټر کي لیکلي وویل: “د افغانستان د خلکو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله بیخي یوه ګونګه مسئله ده، دا په دې مانا ده چي د ورځې به لس بریدونه نه کیږي، پنځه به کیږي او یا لس کسان به نه وژل کیږي؟ پنځه به وژل کیږي؟ موږ په افغانستان کي د تاوتریخوالي ختمول غواړو. “

د بخښني نړيوال سازمان هم ويلي، چي “تاوتریخوالي کمول” يوه بې مانا اصطلاح ده.