کور / #PTM / د عامي روغتيا وزارت: افغانان دي چين ته د غيرضروري سفرونو څخه ډډه وکړي

د عامي روغتيا وزارت: افغانان دي چين ته د غيرضروري سفرونو څخه ډډه وکړي

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي، چي افغانان دي چين ته د غيرضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.

په چين کي دکرونا په نوم يو ويروس رامنځ ته سوی چي په چټکۍ د خپرېدو په حالت کي دی او د سيمي ګڼ هيوادونه يې اندېښمن کړي دي.

د عامي روغتيا وزارت وايي، چي که څه هم په افغانستان کي تراوسه د کرونا کومه پېښه نه ده ثبت سوې، خو د احتياط لپاره يې سپارښتنه کړې چي چين ته د سفر کولو څخه تر خپله حده ډډه وسي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس بشیر حمید وايي، که څه هم چین ته کم شمېر افغانان تګ راتګ کوي خو د سیمې په هېوادونو کې د کورنا په نوم د خطرناک وېروس د خپرېدو امکان د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي حمید وویل: “هغه کسان چې له سفره راغلي یا داسې کسان چې له بهره راغلي او د سینه بغل او زکام علایم څرګندوي، باید انتاني شفاخانې ته ولاړ شي، که څوک ډېر ضروري کار نه لري چین ته له سفره ډډه وکړي، له هغو کسانو سره چې ټوخی او زکام لري باید ډېر نږدې نه سي او خپل لاسونه په اوبو او صابون پرېمینځي.”

په چين کي دا مهال په دغه وايرس ۶۰۰ کسان اخته سوي دي او د جمعې تر ورځي پوري ۲۶ کسان ددې وايرس له امله مړه سوي دي.