کور / راپور / د سولي ولسي حرکت: داسي پرېکړه نه منو چي، بیا هم ویني رواني وي

د سولي ولسي حرکت: داسي پرېکړه نه منو چي، بیا هم ویني رواني وي

د سولي ولسي حرکت مسؤلین او غړي سمدستي اوربند او د وینو بندول غواړي.

د همدې حرکت غړو نن په کندهار کي د یوه موټریز لاریون پر مهال وویل، افغانان نه تاوتریخوالی پېژني او نه هم داسي پرېکړه مني چي هغه کي بیا هم افغانان قرباني کېږي.

لاریونوالو د جګړې پر ښکېلو خواوو د منل سوي اوربند او سولي ږغ وکړ.

 

د هغوی په وینا، په جګړه کي بهرنیان نه وژل کېږي او نه هم هغوی تر چړې لاندي دي، بلکي افغان جګړه کي یوازی او یوازي افغانان وژل کېږي، سره وژني او تر څنګ د بهرنیانو له لوري هم وژل کېږي.

د یاد حرکت غړو پر ټول ولس ږغ وکړ چي نور د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي او ځانونه له رواني جګړې څخه په ږغ پورته کولو سره وژغوري.