کور / د ماشومانو نړۍ / خيبر پښتونخوا: مانسره کي د مدرسې استاد پر لس کلن ماشوم جنسي تېری کړی دی

خيبر پښتونخوا: مانسره کي د مدرسې استاد پر لس کلن ماشوم جنسي تېری کړی دی

د خيبر پښتونخوا په مانسره کي د يوې مدرسې ښوونکي پر لس کلن ماشوم جنسي تېری کړی او هغه يې دوې ورځي بندي کړی هم وو.

د راپورونو له مخي دغه پېښه د جنورۍ پر ۲۷ نېټه د مانسرې د پهلړه تاڼې په علاقه کي قاري شمس الدين په مدرسه تعليم القران کي د خپل لس زد کوونکي سره په زوره جنسي تيری کړی، بيا يې پرې بدني تشدد کړی او دوه ورځې يې په بند کي ساتلی وو.

په دې وروستيو کي په سيمه کي پر ماشومانو د جنسي تشدد پېښي خورا زياتي سوي دي او خلګ يې سخت اندېښمن کړي دي.

څو ورځي وړاندي په نوښار کي يوه اووه کلنه ماشومه چي د قرآن کريم زدکړه يې کول هم د جنسي تشدد ښکار سوې وه چي وروسته وژل سوې هم وه.