کور / اقتصادي / شمالي وزيرستان: د ميرامشاه سوداګرو په پېښور کي دپرلت اعلان وکړ

شمالي وزيرستان: د ميرامشاه سوداګرو په پېښور کي دپرلت اعلان وکړ

د شمالي وزيرستان د ميرامشاه سوداګر او تجاران د جنورۍ پر ۲۹ نېټه په پېښور کي لاريون کوي او د حکومت څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

د میرامشاه بازار د کاري کمېټۍ جنرل سیکرټري سخي الرحمان وايي، چي دوي پر دې مجبور سوي چي په پېښور کي د اسمبلۍ مخې ته یا هم ورته نژدې پرلت ووهي.

“له وزیرستان نه خلک راولو ، دلته پېښور کي د مېشت د وزیرستان خلک به پکي ګډون کوي ، زموږ پارلماني استازي به وي ، د سیاسي ګوندونو خلک به وي او د پښتنو د حقونو غوښتونکي به راسره وي او موږ به د جنورۍ له ۲۹مې په قاید اعظم پارک کي او یا به د اسمبلۍ مخې ته پرلت وهو.”

سخي الرحمان وویل چي دوي یو کال حسابونه لګولي وو او حکومت ته یې د خپل تاوان اندازه وړاندې کړې وه حکومت ورسره منلې وه.

ده وویل چي حکومتي چارواکي غواړي چي دوي سمجوته ورسره وکړي خو د ده په وینا ، دوي له خپلو غوښتنو یو قدم هم پرشا نه ځي.

“موږ ورته وایو چي د مرلې پر سره یې ۴۵ لکه روپۍ راسره منلې وه هغه به راکوي ، د بلډنګ په اړه یې د یو فټ پر سر ۳۵۰۰ روپۍ منلې وې هغه به راکوي او د دې تر څنګ ځینې نور پاتې تجارتي ځایونه وو چي موږ اخیستي نه وو هغه به راکوي.”

پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال کي پر شمالي وزیرستان پوځي عمليات پيل کړل چي په دې کي يې په زرګونو بې ګناه پښتانه ووژل او لسګونو زره کورونه ، دوکانونه او مارکېټونه يې وران کړل.