ټولنو او لیکوالو ته یو وړانديز او یوه هيله
ارمان لوڼی د افغان وطن یو علمي شخصیت، سپیڅلی ننګیالی لیکوال، شاعر او پر احمدشاهي جغرافیه د مېشت افغان ملت د پیوستون او یووالي د لاري داسي مبارز وو چي عملاً یې پر دې لاره خپله ځواني نذرانه کړه.
ارمان ته د هیوادپالني د مبارزې ارزښت معلوم وو، خطر یې هم ورمعلومیدئ خو بیا یې هم د سر په بیه یې دا مبارزه روانه وساتله لکه چي وايي:
لالا زما د بچو غم به خورې که نه راغلمه
ځم پرې کوم دا اغزن تار ما احتجاج کړی دی
په لوی افغان وطن او نړۍ کي د پښتنو/ افغانانو ډیرشمېر سوسائیټۍ، ثقافتي، ادبي او سماجي ټولني او مرکزونه سته چي د پوهو او پر خپله خاوره مئینو مشرانو لخواپر مخ ځي. زه دغه ټولو ته وړانديز کوم او هیله ځني کوم چي د فبروري پر دهمه نېټه د ارمان لوڼي تلین هېر نه کړي.
د ارمان لوڼي یاد نه یوازي د هغه د کورنۍ، ملګرو او همفکرو د خوښۍ سبب ګرځي بلکي موږ د هغه د فکر په راسپړلو او خپرولو د ځوان نسل په ذهن کي د هیوادپالني او خپلواکۍ جذبه او شعور پیاوړی کوو.
د یو کال په تیرېدو اوس هم د ارمان لوڼي قاتل ته سزا نه ده ورکړه سوې!
د ارمان تلین یوازي د #PTM یا پښتون ژغورني غورځنګ دنده نه ده بلکي پکار دي چي په وطن کي دننه او نړۍ کي دملي/قامي فکر ملګري، ټولني او جوړښتونه د يوه ملي علمي شخصیت، افغان، پښتون لیکوال او شاعر په توګه ارمان تلین ولمانځي او د هغه په حق کي دي د انصاف غوښتنه وکړي.
“تر غاړه نیسم خپل سالار ما احتجاج کړی دی”
په درنښت
عبدالله احسان