کور / راپور / چين: په ووهان ښار کي افغان محصلين غوښتنه کوي چي له دې ښار څخه وايستل سي

چين: په ووهان ښار کي افغان محصلين غوښتنه کوي چي له دې ښار څخه وايستل سي

د چين په ووهان ښار کي د کرونا په نوم وايروس تر دا مهاله ۵۶ کسان وژلي دی او په دغه وايرس اخته سوي کسانو شمپر شاوخوا ۵۰۰ کسان ښودل سوی دی.

چارواکو سپارښتنه کړې چي له دغه ښار څخه دي څوک نه وځي او نه دي هم څوک دغه ښار ته د راتلو هڅه کوي.

په ووهان ښار کي پنځوس افغان محصلین هم بند پاتې دي.

يو افغان محصل مشعل جمالزی وايي: “ موږ دلته د ستونزو سره مخ يو، کافي خواړه نه لرو او نه هم خوراکي توکو ته لاسرسی لرو.”

ښاغلی جمالزی  له افغان حکومت څخه غواړي چي ددوی سره مرسته وکړي او يو خوندي ځای ته يې انتقال کړي.

نوموړی وايي: “ ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او نورو سفارتونو خپل محصلین او وګړي د ووهان ښار څخه وویستل خو مونږ لا هم بند پاتې یو”.

بل خوا په چين کي د افغانستان سفير وايي، چي دچین حکومت  ددې ناروغۍ  د مخنيوي لپاره پوره هڅي کوي او د چارواکو سپارښتني بايد عملي سي.

“دچین حکومت په پوره مسولیت سره د کرونا د وایروس د مشکل سره مبارزه کوی. دوی ددی مبارزی مشری په غاړه لری او خپل نهایی هڅه کوی.”