کور / #PTM / سردار احسان دومړ: رياست غواړي د پښتنو لپاره د حق غوښتني اواز خاموش کړي

سردار احسان دومړ: رياست غواړي د پښتنو لپاره د حق غوښتني اواز خاموش کړي

تېره ورځ په کوزي پښتونخوا په زيارت سيمه کي پاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورني غورځنګ د يو فعال او ځايي مشر سردار احسان الله دومړ پر کور چاپه ووهل او د هغه د کور پنځه غړي يې د ځان سره يووړل  او پر هغوی د سخت تشدد کولو وروسته يې خوشي کړل.

دغه چاپه ايف سي ځواکونو وهلې وه او پرضد يې تېره ورځ په سنځاوۍ کي يوه احتجاجي جلسه رابلل سوې وه.

په جلسه کي ښاغلي احسان الله دومړ وويل، چي رياست هڅه کوي چي زموږ د قام لپاره جاري کړې مبارزه بنده کړي، خو دا کار به د رياست لپاره بد عواقب ولري.

ښاغلي دومړ وويل: ده وویل ، ، “دوي هڅه دا کوي چي کوم سړی دلته د وطن او د حقونو خبره کوي هم هغه سړی په نښه کوي ، هم هغه يي هدف دی.”

ده وویل ، “ما د پاکستان ځواکونه نه دي وژلي ، ما د دوي پرضد قدم نه دی اخستی ، ما ایین نه دی مات کړی. ما د خپلو او ولس د حقونو خبره کړې ده.”

د احتجاج پر مهال د سنځاوۍ بازار تړلی پروت وو او مظاهره چیانو د چاپې پرضد شعارونه ورکول.

بل خوا پښتون ژغورنې غورځنګ د پیښې غندنه کړې او په دې اړه يې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده .

د غورځنګ یو مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي محسن وايي، چي د داسې غیرقانوني چاپو له کبله به په ولس کي د ریاست پرضد بیکراري لا ډیره سي.

محسن داوړ زیاته کړه : “ دوي غواړي چي د داسې عملیاتو له کبله په سیاسي فعالانو کي ویره خوره کړي چي خلک د خپلو غوښتنو لپاره اواز پورته نکړي او احتجاج ونکړي.”

خو د محسن داوړ په وینا ، “ نن د سنځاوۍ خلکو ښه ځواب ورکړ چي که ته د شپې په تیاره کي پر ما بریدونه کوې نو زه به ستا دا تور عمل او تور کردار دنیا ته ښایم.”

پاکستانی رياست هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ پر وړاندي خنډونه پېښ کړي او د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کونکي کسان په جيلونو کي واچوي او د هغوی پرضد د دروغو مقدمې جوړي کړي.