کور / راپور / په بلخ کي هوايي بريدونو شپږ ښځي او يو ماشوم شهيدان کړي دي

په بلخ کي هوايي بريدونو شپږ ښځي او يو ماشوم شهيدان کړي دي

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کي تېره شپه هوايي بريدونه سوي او په دغه بريدونو کي د يوې کورنۍ اووه کسان شهيدان سوي دي.

د بلخ ولسوالۍ د بوکي کلي اوسېدونکي وايي، چي تېر ماښام شپږ بجې الوتکو ددوی پر کلي بمبار وکړ او د يوې کورنۍ اووه کسان چي شپږ ښځي او يو ماشوم دی شهيدان کړل.

د وژل سوو کورنۍ له وارثینو څخه لعل محمد وايي، په شهيدانو کي شپږ ښځې او یو ماشوم دی: “الوتکي راغلې بمبار یې وکړ او دا خلک یې شهيدان کړل. خوني یې راغورځولي دي.شهيدان مو له خاورو راویستل.”

ځايي خلک وايي، د وژل سویو جنازې د ولايت شورا مخې ته د احتجاج په توګه وړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضاييبيا وايي: “تر اوسه یې نه تاییدولی او نه ردولی سم ؛ ځکه چي موږ ته یې په اړه تر اوسه رپوټ نه دی راغلی. موږ یې په اړه څېړنه کوو.”

په افغانستان کي هر کال د جګړې له امله په زرګونو کسان وژل کيږي.