کور / راپور / په افغانستان کي په لومړي ځل د ډي اين اې ازمايلو مرکز پرانستل کېږي

په افغانستان کي په لومړي ځل د ډي اين اې ازمايلو مرکز پرانستل کېږي

په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د (DNA) د تشخيص لپاره يو مرکز پرانستل کيږي.

مسؤولين وايي، چي دغه مرکز د ۳۰ مليونو افغانيو په ارزښت جوړ سوی دی او پکي به د (DNA) اړوند مالومات او لابراتواري معاينات ترسره کيږي..

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي دوی د ډي ان اې نږدې ۸۰ سلنه وسائل اخیستې او ډېر ژر به د عدلي طب په برخه کي دا څانګه پرانیستل سي.

ډي ان اې د ژوندیو موجوداتو کروموزومونه یا ارثي ځانګړتیاوې دي چي له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي.

له دې معایناتو تر ډېره د نسب ثابتېدو، وژنو او تېریو په برخه کي کار اخیستل کيږي.
افغانستان له دې وړانې د ډي ان اې معاینات کاناډا ته استول.