کور / تازه خبرونه / پي ټي ايم هالنډ د ارمان لوڼي په لومړي تلین احتجاج جوړوي

پي ټي ايم هالنډ د ارمان لوڼي په لومړي تلین احتجاج جوړوي

PTM Holland 2020

*د ارمان لوڼي د شهادت په یاد په امسټردام کې د پي ټي ایم هالنډ لاریون*
د راتلونکي فیبروري دوهم به په ټوله نړۍ کې د ارمان لوڼي د شهادت تلین لمانځل کیږي. ارمان لوڼی تیر کال د سولیزې مظاهرې په وخت کې د پاکستاني پولیسو یو لوړپوړي افسر، چې پخوانی پوځي افسر وو، د سړک په سر په وهلو ټکولو په بیرحمۍ ووژلو. که څه هم عیني شاهدانو د سترګو لیدلی حال بیان کړو او قانعکوونکي شواهد موجود دي او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو د پلټنو غوښتنه وکړه، پاکستاني ظالم او ترهګر ریاست د انصاف د ورکولو نه په ډیر غرور ډډه کړې. د شهید ارمان لوڼي قاتل اوس هم ازاد ګرځي. د پاکستان دغه تروریستي عمل او بیا په ډیره بیشرمۍ د انصاف ورکولو نه ډډه د یوې اوږدې تاریخي لړۍ برخه ده چې په پښتنو یې ظلمونه کړي او بیا په انصاف نه ورکولو یې په ټپونو مالګې دوړولي.
خو پي ټي ایم به د دغه ظلمونو په وړاندې خپلې سولیزې مبارزې ته دوام ورکوي. په دې ترڅ کې به د راتلونکي فیبروري په دوهمه پي ټي ایم په ټوله نړۍ کې غونډې او لاریونونه په لاره اچوي تر څو د شهید ارمان پاک روح ته دعا وکړي، د ځوانیمرګ سرلوړي او مبارز ژوند باندې رڼا واچوي او د ظالم او یرغلګر پاکستاني ریاست په وړاندې خپل غږ اوچت کړي. پي ټي ایم هالنډ به په دې لړ کې په امسټردام کې لاریون وکړي تر څو نړیوالو ته د ظالم او ترهګر پاکستاني ریاست اصلي څیره برسیره کړو او د مشر منظور پښتین د سولې او عدالت غوښتنې غږ بدرګه کړو.
نیټه: 2 februari 2020
وخت: 15:00
پته: Dam, Amsterdam, Holland

Tel. +31640546409, +31622303611

 

*PTM Holland demonstration in remembrance of Arman Loni*

On February 2, 2020 we will commemorate the death of human rights activist Arman Loni who was brutally murdered by Pakistani police. He was beaten to death by a high-ranking police officer Ata-ur-Rehman Tareen, who is a former army officer, on the street in font of eyewitnesses. Despite compelling evidence from eyewitnesses and appeals from Amnesty International and Human Rights Watch to investigate Loni’s death, no formal investigation has been opened into his death. The suspected killer still roams free. This behavior of state terrorism and denial of justice fits into a long history of oppression of Pashtuns by the Pakistani state.
Pashtun Tahafuz Movement (PTM) continues its nonviolent struggle against the oppressor and for the human rights of Pashtuns. As part of this, next Sunday (February 2, 2020) PTM will organize worldwide memorial services and demonstrations to pray for the soul of Arman Loni, to remember his short but bright life at the service of humanity and to protest against the crimes of the oppressive Pakistani state. PTM Holland will organize a protest at the Dam square in Amsterdam. Your voice matters! Join us and let your voice be heard!
Time: Sunday, February 2, 2020 at 15:00
Address: Dam square, Amsterdam

PTM Holland

Tel. +31640546409, +31622303611