کور / راپور / راپور: که د کرونا وايرس مخه ونه نيول سي د مليونونو انسانو ژوند به واخلي

راپور: که د کرونا وايرس مخه ونه نيول سي د مليونونو انسانو ژوند به واخلي

د کرونا په نوم ويروس چي د چين په ووهان ښار کي د تېر ډسمبر مياشت په وروستيو کي رامنځ ته سوه، تر دا مهاله ۶۰ کسان وژلي دي. په دې ويروس د اخته کسانو شمير ۱۶۰۰ ته رسېدلې ده.

لا له وړاندي د امريکا ځينو پوهانو خبرداری ورکړی وو چي کيدای سي دا ويروس په نړۍ کي په ملينونو انسانان ووژني.

د روغتیا مرکز جان هاپنکنز پوهانو د تېر کال په اکتوبر میاشت کي د خپلې یوې څیړنې په برخه کي د فرضي وبا خپریدو په اړه بیلګې وړاندې کړې وې.

دوی څرګندونه کړې وه چي دغه وبا به د ۱۸ میاشتو په دوران کي د نړۍ په شاوخوا کي تر ۶۵ ملیونه خلک ووژني.

د پورتنۍ څیړنې یوه ډاکټر ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کي به په هر هېواد کي پر کورونا ویروس کسان اخته وي، چي د ناغیړۍ پرمهال به سخته وژنه رامنځته کړي.

د کورونا ویروس یوازې د چین لپاره نه، بلکي ټولې نړۍ ته خطر پېښ کړی، تر دې دمه ددې ویروس پېښې په جاپان، استرالیا، فرانس، ویتنام، فیلیپين، تایوان، پاکستان، مالیزیا، نیپال، سویلي کوریا، تایلند، سعودي عربستان، هانګ کانګ، ماکاو، امریکا او سینګاپور هېوادونو کي ثبت سوي دي.

چين هڅه کوي چي ددې ناروغۍ مخه ونيسي، خو تردې مهاله نه دي توانېدلي چي د کرونا ويرس ضد واکسين جوړ کړي.

د چين په ووهان ايالت کي د ياد ويرس د ناروغانو لپاره ۱۰۰۰ بستريز روغتون جوړېږي چي په يوه اوونۍ کي به يې کار بشپړ سي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مشر فیروز الدین فیروز رسنیو ته ویلي چي په افغانستان کي د یاد ویروس د خپریدو کچه کمه ده، ددې ګڼ شمېر لاملونه دي چي یو یې د چین او افغانستان ترمنځ د مستقیم الوتنو نه شتون دی، کوم چي له تیرې یوې میاشتې راهیسې دریدلي دي.

پر کورونا ویروس اخته کسان تبه او زکام لري او د تنفس سیستم یې هم ګډوډیږي، دا ویروس له ځناورو انسانانو ته انتقال سوی او په اسانۍ سره له یوه کس څخه بل ته انتقالیدی سي، دا ویروس تر ډيره «سارس» ویروس ته ورته والی لري چي په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کالونو کي یې ټولټال په ۸۰۹۸ کسانو کي۷۷۴ وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپله بیړنۍ غونډه کي د یاد ویروس په اړه بیړنی حالت اعلان نه کړ، ددوی په وینا چي «تر دې دمه ددې ویروس په اړه په نړیواله کچه بیړنی حالت اعلانول لا وختي دی».