کور / روغتيا / دانسان ارزښت او دافغان معلولينو موسيسه

دانسان ارزښت او دافغان معلولينو موسيسه

ليکوال:  بشرمل ناصر

دژوند ښکلا دانسان په سترکوکې ده او هرڅوک چې انسان ته دانسان په نظر وګوري دژوند په تېرولو پوهېداى شي دخالق له اشرف المخلوقات سره به يې مينه رښتنې وي چې په ټولنه کې يې چوپړ ته ملا وتړي دځينو خلکو له لارې ورته روحاني غذا ورکول کېږي او ځيني يې لاس نيوى کوي چې په ټولنه کې د نورو وګړو په څېر ژوند وکړي چې هغه دمايوسۍ له فکرونو راوګرځي دټولنې په مهمو غړيو کې ځان حساب کړي لکه نور وګړي چې په ژوندکې دځان له پاره څه خوښوي هغه رنګه يې دوى هم انتخاب کړي په ځان يې باور پيداشي دداسي کسانو له پاره د افغان معلولينوته دلاس رسي موسيسې کار پيل کړى دى چې په هغو کې يوځوان و چې دسترګو له نوره بې برخي و او زده کړي يې تر دولسم ټولګۍ پوري کړې وې دومره په مېړانه يې خبرې کولې چې په خبرو کې داسې برېښېده چې وخلکوته يې دتعليم پيغام وړاندي کاوه او بل يې نابينا و ته ډأډ ورکاوه چې تاسو ددې ټولنې غړي ياست وبل ته دسوال لاسونه مه نيسئ په خپلو مټو ژوند وکړئ دا دافغان معلولينو ته دلاس رسي موسيسې وياړ دى چې دوى ته خدمت کوي او وځان ته خپله روزي هم ګټي چې ثواب او خورما ده که چيري نور شتمن هم دارنګه کارونه پيل کړي ددې ولس له پاره به دخېر کار وي دادوه کارونه به وکړي يو به يوڅو کسانو ته دکار زمينه برابره شي او بل يې ښه خدمت کړى وي ـ دا افغان معلولينو موسسه له ټولو هغو کسانو سره مرسته کوي چې لاس ، پښې له لاسه ورکړې وي دبدبختي په ميدان کې دردېدلي وي ـ ددوى يې کور ودان چې دانسان په ارزښت پوهېږي او ټولنه کې ډاډ ورکوي.