کور / #PTM / محسن داوړ: د منظور پښتين نيول به زموږ حوصلي ماتي نه کړي

محسن داوړ: د منظور پښتين نيول به زموږ حوصلي ماتي نه کړي

د پاکستان پوليسو تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کي ونيوی.

د پي ټي ايم مخکښ او په مرکزي پارلمان کي د جنوبي وزيرستان استازي محسن داوړ د ښاغلي پښتين د نيولو پخلی کړی او ويلي يې دي، چي دا د پاکستاني رياست لخوا دوی ته د جائز حق غوښتني سزا ورکول دي.

ښاغلي داوړ ويلي، چي د منظور پښتين نيول کيدل به دوی لا پياوړي کړي او د پي ټي ايم ملاتړي به خپلي مبارزې لا قوي کړي.

د ښاغلي پښتين سره ددې غورځنګ پنځه نور فعالان حميد وزير، سلام مندوخېل، بلال محسود ، ادريس پشتين، سلمان پښتون او فاروق هم نيول سوي دي.

ښاغلي داوړ د پي ټي ايم د پلويانو څخه غوښتي دي چي ارام و اوسې او د هر ډول تشدد څخه ډډه وکړي.

نوموړی وايي: “د پي ټي ايم د ټولو ملاتړو څخه غوښتنه کوم، چي د منظور پښتين د نيولو په غبرګون کي له ارامۍ څخه کار واخلي او کرار واوسي، موږ د هغه د راخوشي کولو لپاره ستراتيژي جوړولو باندي بوخت يو. موږ هغه کسان غندو چي د حق غوښتني مبارزينو پر وړاندي د تشدد څخه کار اخلي، موږ د تشدد مخالف يو او خپلي مبارزې ته به دوام ورکوو”.

د پارلمان پخوانی غړی او پښتون سياستپوه افراسياب خټک هم د د منظور پښتين نيول کېدل غندلي دي او دا يې د پاکستاني رياست لخوا د پښتنو پر وړاندي د تشدد يوه بېلګه بللې ده.

نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دی: “د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين نيول دا په ډاګه کوي، چي پاکستانی رياست په عمومي توګه د پښتنو او په ځانګړې توګه د وزيرستان د خلګو پر وړاندي د تشدد پاليسي مخ ته وړي. ددې پرځای چي رياستي حکمرانان د پښتنو سالمو غوښتنو ته غوږ ونيسي پروړاندي يې د تشدد ډک چلند کوي.”