کور / #PTM / د منظور پښتين نيول کېدو په نړيواله کچه غبرګونونه راپارولي دي

د منظور پښتين نيول کېدو په نړيواله کچه غبرګونونه راپارولي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين نيول کيدو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي او د هغه د سمدستي خوشي کولو غوښتني کېږي.

پاکستاني پوليسو د جنورۍ پر ۲۷ د شپې شاوخوا ۲ بجې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کي ونيوی.

د پي ټي ايم مخکښ او په مرکزي پارلمان کي د جنوبي وزيرستان استازي محسن داوړ د ښاغلي پښتين د نيولو پخلی کړی او ويلي يې دي، چي دا د پاکستاني رياست لخوا دوی ته د جائز حق غوښتني سزا ورکول دي.

ښاغلي داوړ ويلي، چي د منظور پښتين نيول کيدل به دوی لا پياوړي کړي او د پي ټي ايم ملاتړي به خپلي مبارزې لا قوي کړي.

د ښاغلي پښتين سره ددې غورځنګ پنځه نور فعالان حميد وزير، سلام مندوخېل، بلال محسود ، ادريس پشتين، سلمان پښتون او فاروق هم نيول سوي دي.

د پښتين نيولو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي او د هغه د ژر خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي دی:
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم.
زه په دې اړه د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم.
په داسې حال کې چې زموږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له داومداره ګواښ سره مخ ده، حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او موږ یې په کلکه غندو.
که حکومتونه له دغه ډول خوځښتونو سره اختلافات لري نو دغه اختلافات دې د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي نه د خشونت او زور له لارې.

د بخښني نړيوال سازمان ويلي، چي منظور پښتين د بشري حقونو د مبارزې په خاطر نيول سوی او بايد خوشي سي.
“منظور پښتين د بيان ازادۍ او د بشري حقونو د مبارزې په خاطر نيول سوی دی، هغه بايد له کوم قيد او شرط پرته سمدستي خوشي سي”.

پښتون سياستپوه افراسياب خټک وايي، چي د منظور پښتين نيول د پاکستاني رياست اصلي څېره په ډاګه کوي:

“د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين نيول دا په ډاګه کوي، چي پاکستانی رياست په عمومي توګه د پښتنو او په ځانګړې توګه د وزيرستان د خلګو پر وړاندي د تشدد پاليسي مخ ته وړي. ددې پرځای چي رياستي حکمرانان د پښتنو سالمو غوښتنو ته غوږ ونيسي پروړاندي يې د تشدد ډک چلند کوي.”

د پښتون ژغورني غورځنګ په نړيواله کچه نن د جنورۍ ۲۸ د لاريونونو اعلان کړی دی.