کور / تازه خبرونه / برتانوى صدراعظم افغانستان ته راغئ

برتانوى صدراعظم افغانستان ته راغئ


د برتانيې لومړى وزير ګارډن بروان په يوه نا اعلان سوي سفر افغانستان ته را ورسېد.
ښاغلى براون چي له لندن څخه بېجينګ ته د المپيك د سياليو د ختمېدونكي غونډي په نيت روان سوى دئ، نن يې افغانستان ته د خپلو سرتېرو د ليدو په موخه هم سر راښكاره كړ.
براون به له افغان ولسمشر سره په كابل كي د افغانستان پر روانو حالاتو وږغېږي او ښايي په جنوبي ولايت هلمند كي هم د خپلو سرتېرو ليدنه وكړي.