کور / تازه خبرونه / هند: افغان محصلينو د خپلواكۍ ورځ ولمانځل

هند: افغان محصلينو د خپلواكۍ ورځ ولمانځل


د زمري د مياشتي پر ۲۹-مه د هند د بنګلور ايالت په ميسور پوهنتون كې افغان محصلينو د هيواد د خپلواكۍ ۸۹- يمه كليزه ولمانځل.
دا غونډه چې په په ميسور كې د افغان محصلينو د ټولنې په مرسته د افغان زده كوونكو په مالي لګښت رابلل شوې وه، د ماځيګر پر پنځه بجې د سپېڅلي قرآن تر تلاوت وروسته د افغانستان د ملي سرود په اورولو پيل شوه.
د غونډي د وياندويي چارې د حكمت الله سروش او نصير شفېع له خوا پر مخ وړل كېدې، چې په پيل كې يې ښاغلي احمد مسود نعت شريف ووايه.
ورپسې د محصلينو د ټولني مشر خواجه احمدصمير رامين د خپلواكۍ د ورځې په اړه خبرې وكړې او افغان زدكوونكي يې تعليم او كار كولو ته وهڅول.
 ولي الله ځدراڼ، عتيق الله، علي سكندري، نوراحمد امين، فياض غياثي، احمدنويد، مصطفى احمدي او عوض علي هم يو په بل پسې پر دريځ باندي د خپلواكۍ د ورځي په مناسبت ويناوي او شعرونه وويل.
د غونډې دوهمه برخه د موسيقۍ وه چې افغان ځوانانو په ملي اتڼ او تودو نڅاوو بدرګه كړه، او د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته د شپې پر لس بجې غونډه پاى ته ورسېده.