کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آیا روحي فشار پیژنئ ؟

آیا روحي فشار پیژنئ ؟

ګرانه لوستونکې ، لطفأ دا لیکنه تر پایه او په ښه غور ولوله .

روحی فشار هغه احساس ته وایی چی ترهغسی فشار لاندی وی چی باید سرته ورسیږی خو رسېدل یی مشکل سی . روحی فشار ( سټریس ) هغه تشویشی حالت دﺉ چی یو انسان تدریجأ نښتیځی او زمولوی . که د روحی فشار غم په سمه توګه ونه خوړل سی ، نو سختی روغتیایی ستونزی به رامنځته کړي . سټریس اصلأ د ټکنالوجۍ د عصر هغه منفی غبرګون دﺉ چی د یو انسان پر زړه او دماغ پریوزي او هغه خپل اصلی سرمنزل یعنی مرګ ته ژر رسوي . روحی فشار ګڼ ډولونه لری چی مهم یی ټولنیز، سپماییز، روغتیایی ، سیاسی او نور دي .

روحی فشار په لویدیځو ټولنو کی یو ډول او په ختیځو ټولنو کی هم بل ډول منشأ لری . پدې دوو ټولنو کی د روحی فشار اغیزې هم بیلی بیلی دي . په لویدیځ کی د منځنیو طبقو خلک عمدتأ تر دې فشار لاندی وی چی هرومرو باید کار وکړی تر څو د برق ، تلیفون ، ټلویژیون ، انټرنیټ ، اوبو او نورو بیلان تادیه کړای سی . که په کرایه اوسیږی نو کرایه اواړونده مصارف ور کړای سی ، که یی کور رانیولی وی نو د هغه میاشتنی مارګیج ( د مجموعی قیمت ټاکلی میاشتنی  مبلغ او د هغه سود ) باید تهیه کړی . د موټر مصارف هم بل مشکل دﺉ چی د یو کوچني کور د مصارفو غوندي دﺉ . که د کرېډټ کارډ ، ډبیټ کارډ ، لاین آف کریډټ او نور فشارونه هم پر واچوو ، نو ویلای سو چی په لویدیځوټولنو کی د منځنۍ طبقې خلکو ( چی د ټولنی۸۰ سلنه جوړوی ) ژوند په پور چلیږی یعنی له زوکړی نه تر مړینی پوری تل لږ یا ډیر پوروړی وی .

خو په ختیځو ټولنو کی بیا سټریس په بله طریقه سره نافذ او مسلط دﺉ . هلته تلپاته بیوزلي ، د حاکمه قشرونو زورزیاتي او د بشری حقوقو پایمالي هغه ځپونکي پدیدې دي چی ۸۰ سلنه ولس یی د روحی فشار په منګلو کی ورکړﺉ دﺉ . د دې لویی کتلې ژوند هر دم د مصیبت او فلاکت سره مخامخ دﺉ چی خلاصون یی نور نو ځکه ناشونی دﺉ چی اوس د یوویشتمی پیړۍ د سټریس مؤلده عوامل هم پر ور زیات سول چی هغه تروریزم ، بنسټ پالنه ، امنیت ، بهرنۍ لاس وهنه او د ستر ځواک لخوا پوځی اشغال او هلته مسلسل پوځی عملیات او هوایی بم ورۍ  او تباهۍ دي .

ښه به داوی چی د عمومیاتو څخه خصوصیاتو ته راسو . لویدیځوال عمومأ او امریکایان هم خصوصأ دا شکایت لری چی ژوند یی ټول سټریس ( یعنی د روحی فشار سره مخامخ ) دﺉ . هغوی په خپل ټول ژوند کی د سټریس څخه لږ یا ډیر پریشانه دي . کله د اقتصاد ، کله د صحت ، کله د کورني ژوند ، کله  د خوراک ، کله د اولاد او کله هم د یوازي والی او نورو مسلطو تشویشونو په غېږ ورغلي وي . د لویدیځی ټولنی هسته داسی فعاله ده چی اوسېدونکی یی مکررأ هغه عینی سیسټم خلق کوي چی پخپله سټریس ور څخه جوړیږی . که څوک هغه ته ښه ځیر سی ، نو د یو بد اخلاقه ځوان یا ځوانی غوندی به وی …. دوی ځکه سټریس ( یعنی د روحی فشار سره مخامخ ) دي چی «ارزښتمن کار» ته تر بل هر څه زښت لومړیتوب ورکوی . دوی ځکه سټریس دي چی خپل ژوند یی په ډیرو ناولو او کرغیړنو شیانو سره نور هم مغلق او ستونځمن کړﺉ دﺉ . دوی ځکه د روحی فشار تر بار لاندی دي چی دا یی منلې ده چی دوی د ژوند پوروړي دي…. دوی ځکه سټریس دي چی ناسالم او غیر صحی خواړه جوړوي او خوری . دوی ځکه سټریس دي چی پخپله همدا سټریس یعنی روحی فشارونه د دوی د بقأ علت ګرځی او ځانونه یی پدې جال کی رانغښتي دي خو ژوند یی ثابت او مصمم لورﺉ نه لری . دوی تر ستونی په روحی فشار او تشویشونوکی ډوب شوي دي او په مصنوعی توګه د هغه څخه د خلاصون په نیت یوګا کوی ، مجبورأ سپورټ کوی تر څو ځانونه ډنګر کړی او ګواکی روحی فشار یی څه کم سی . دوی کثیفی رشتې قایموی تر څو د یوازیتوب له سټریس څخه یو څه بېغمه سی خو اصلأ د نورو بد مرغیو خوسا ډنډ ته ورکښته کیږی . هو، دوی شل زره شیان تر لاسه کوی حال داچی هیڅ ضرورت یی نه وی دا ځکه چی دوی ګویا سټریس دي . دوی د څارویو غوندی کار کوی تر څو ډیری پیسې وګټی او ډیر شیان رانیسی او پدې توګه خپل روحی فشارونه یو څه لږ کړی . خو د دې ټولو سره سره هغوی په واقعیت کی هیڅ هم نلری ….. هغوی نن په مجموع کی یوه فریاد کونکې کتله ګرځېدلې ده . هر څوک چی ووینې او د هر چا سره چی وږغیږې نو خوښ نه بلکی پریشانه او لږ یا ډیر د روحی فشار څخه په عذاب دی . خو داچی نن هلته د تروریزم تخیلی ډار هم خپور سوﺉ او لویدیځی ټولنی عمومأ او امریکایی ټولنه هم خصوصأ د دې « څرګندی ناڅرګندتیا » لخوا یرغمل سوې ، نو د وګړو روحی فشار برناحقه اوج ته رسېدلی دﺉ او د هر چا په زړه ناحقه وهم ننوتلی دﺉ ، بس یو الهی غضب دﺉ چی پر نازل سوﺉ دﺉ . په دې کړکیچ کی ښه کاروبار او ښه بزنس هم روان دﺉ چی اکثریت یی رنځور او اقلیت یی معمور کړل .

ښه ، که دا ټول شیان روحی فشار ( یعنی سټریس ) دی ، نو بیا راسی چی ستاسو هغه سوغات چی موږ ( افغانانو او عراقیانو ) ته مو ډالۍ کړﺉ ، هم در وښیو چی کوم یو اصلی سټریس دﺉ . واقعی سټریس خو هغه دﺉ چی مسلسل شپږ کاله ، هو پوره شپږ کاله نه صحی اوبه ولرې ، نه ډوډۍ ، نه برق او نه هم د عیال نفقه . همدغه دﺉ اصلی سټریس . سټریس یا روحی فشار خو هغه دﺉ چی کار او روزګار ونلرې ځکه چی کم تربیې او کم سواده امریکایی پوځیان راغلي او هیواد یی نیولی وی ، هر څه د دوی او هیڅ هم زما په برخه وی . هو، دغه ته وایی اصلی سټریس . روحی فشار یا سټریس خو هغه دﺉ چی د یوه روغتون څخه بل ته ځغلې تر څو خپل نازولی ( مړﺉ یا زخمی ) ولټوې او په دې منډه کی به دې فریاد تر عرشه رسیږی ، سټریس خو هغه دﺉ چی د یوه جېل څخه بل ته ځغلې ، د یوه جنګسالار څخه بل ته او د یوې ملېشې څخه بلی ته ځغلې تر څو خپل نازولی بیګناه پیدا کړې چی د بې تمدنه « متمدن » د ظلم ښکار سوﺉ دﺉ . پدې منډو کی به دې روح څومره په عذاب ، دماغ څومره ناقرار ، زړه څومره له طاقته وتلی وی او پښې به دې څومره پړسېدلی اوتڼاکی وی ، دغه دﺉ اصلی سټریس . هو ، سټریس خو هغه دﺉ چی پدې بریالی سې چی له خپل کوره صرف انسانان په تلوار وباسې تر څو امریکایان یی درته لوټی لوټی کړي . سټریس خو هغه دﺉ چی د کورنۍ کوم نازولی دې لت پر لت درته اوړي ، په وینو کی لژند وی خو ته په مأیوسۍ او کریږو سره ورته ګورې هیڅ هم نسې کولای او د هغه ټول درد او عذاب پر ځان تیروې او د دایمی جدایی شېبې شمارې . دغسی صحنې ته خو صرف څو لحظې فکر وکړه تر څو د اصلی سټریس درک در معلوم سی ، آیا دا اصلی سټریس نه بولې ؟ هو، دا ستاسو هغه پیرزوینه ده چی پر موږ ېې لوروﺉ کټ مټ لکه لس کاله چی شورویانو هم راباندی لورولې وه . بلی ، سټریس خو هغه دﺉ چی ماشومان دې وزوکیږی مګر ناقص او معیوب وی دا ځکه چی امریکایانو یې په هیواد کی کمزوره یورانیم استعمال کړی وی . سټریس خو هغه دﺉ چی پر لاري ځې او مسلسل د سترګو تر کونجو دوري هوري ګورې چی کوم فدایی دې  تر خوا ځان منفلق نکړي او د بهرنیانو تر څنګ تا هم په هوا نکړي . دا لا څه ، سټریس خو هغه دﺉ چی په نیمه شپه کی په خواږه خوب بیده یې او امریکایان کورته د غلو غوندی در واوړی ، د سر تر وریښتانو دې ونیسی ، د مرګی توپکونه یی درته نیولی وی ، په لغتو دې وهی ، لاسونه در وتړي ، په مخ توره کڅوړه درواغوندی او په کشولو دې نامعلوم ځای ته یوسی او د ماشومانو کریږی او ښځینه ساندې دې تر عرشه وخیژی خو هغوی بیا هم  په پوچو الفاظو در ته ووایی چی همدا تاسو ددغه او هغه زامن د تروریسټانو ملګری یاست ، دغه دﺉ اصلی سټریس او دغه دﺉ اصلی ترور . ته څه فکر کوې ستا هغې به واقعی سټریس وی او که دغه چی پخپل هیواد کی د پردیو لخوا بندی اوسې او داسی کم ضمیره ، کم اخلاقه او کم تربیه امرییکایی یرغلګر در باندی ولاړ وی چی اکثرو یی آن لیسه هم نه وی بشپړ کړې بلکی د پس کوڅو ، شراب خانو ، قمارخانو ….. څخه یی راټول کړی وی . هو، دغه دﺉ اصلی روحی فشار او اصلی ترور . سټریس خو هغه دﺉ چی د واده مراسم دې په غم در ولړي ، په لس ګونو ښځی ، ماشومان او بیګناه انسانان د سترګو په رپ کی د خاورو میلمانه کړي ، حتی ناوې هم د « تروریسټانو » په تور په شهادت ورسوی او د ټولو ښکلی جامې یی کفنونه شی ، آیا دا سټریس نه بولې ؟ تروریزم یی هم نه بولې ؟ نوآیا که ته د پاک ضمیر څښتن یی کولای سې چی تروریزم راته تعریف کړې ؟ زه دا چلنج در کوم چی د کوم شي په محوه کولو پسی چی راغلی یی شرطی هغه راته تعریف نکړې ! دا ځکه هغه نشې تعریفولای چی ته پخپله پکښی راځې . که نه ، دا شپږ کاله کیږی چی زموږ دواړه هیوادونه ( افغانستان او عراق ) دې لاندی کړیدي مګر بیا هم د تروریزم د تعریفولو جرأت نلرې . آیا ته نه یې خبر چی زما هېواد نن ستاسو د مخربو او خطرناکو وسلو د ازمویلو لابراتوار ګرځېدلی دﺉ او خلک په بی مسؤلیتۍ او بشپړ بېغمۍ سره وژني ؟

دا لا څه ، ستا شل- دیرش زره در ستانه شوي عسکر په روحی فشار اخته دي دا ځکه چی هغوی زما په هیواد کی جنګیدلی ، خلک یې وژلی ، انسانان یې پارچه پارچه کړی ، په لس ګونو آن زرګونو عوام یې په خپلو مرمیو سوري سوري کړی ، کورونه او کلی یې وران کړی او دنیا یې راته خرابه کړېده او دا ټول یې کړي او په سترګو لیدلی دي نو ځکه اوس په روحی فشار مبتلا سویدي . آیا هغه بیګناه انسانان چی دوی وژلی ، ټوټه ټوټه کړي هغوی میندی ، خویندی ، میرمنی ، اولادونه او خپلوان نلرل ؟ دهغوی به څه حال وی ؟  آیا دهغوی وینی سپینی او مفتی وې مګر ستاسی وینی سرې او قیمت بها دي ؟ ښه ، نو ستا سټریس به اصلی وی که د هغوی ؟ ستا « سټریس » خو پای ته ورسېد او ( ۶۵۰ ) بلیونه ډالره درباندی مصرف سول ، خو ستا د قربانیانو سټریس او ترور خو لا جریان لری آن تر مخکی لا هم ښه په شدت ، آیا دا رښتیانی روحی فشار او اصلی ترور نه بولې ؟

هو ، سټریس خو هغه دﺉ چی د واده په مبارکۍ کی  دوه- درې ټنه بمونه د مخ پېټک په توګه پر وشیندی ، ځکه ستا هیواد وال پوځیان خو به هم د واده تحفه ورکوي ؟! سټریس خو هغه دﺉ چی د جنازې پر مراسمو بمونه ولوروي او په لس ګونو بیګناه انسانان ځای پر ځای د تورو خاورو میلمانه کړي . سټریس خو هغه دﺉ چی ښځی او ماشومان په لڅو پښو له کورونو وتلی او پر بیابانونو ځغلی تر څو د امریکایی هوایی سوغاتونو څخه ځانونه پناه کړي لاکن خبر نه وي چی دغه ګلان پرې له پاسه را وشیندل سی او دغه ټول مظلومان پارچه پارچه کړي او دا تور لا هم پرولګوی چی هغوی « ښورښیان » وو چی د ښځینه جامو څخه يې استفاده کوله ! فاعتبرو یا اولی الابصار . څنګه شو ، اوس دې اصلی روحی فشار او اصلی ترور یو څه وپیژاند ؟ ښه ، نو چی داسی ده راشه دا خشوع او خضوع راسره غبرګ کړه :

یا الله ، ته خو باالکل « سمیع » یې ، « مجیب » یې او « صبور » یې . که ته « رحمن » یی نو « جبار» خو هم یې ، که ته « العفو » یې نو بیا خو « المنتقیم » هم یې ، که « غفار» یی نو بیا « قهار» هم یې ، او که ته « رؤف » یې نو بیا « ضار » خو هم یې . نو راځی چی د دغو ظالمانو او د هغوی د غلامانو لپاره په ګډه لاس پورته کړو چی : یا الله ، ظالم په ظالم سره مقهور او مغضوب کړه – آمین .