کور / تازه خبرونه / د سولي ولسي حرکت: پاکستان دي په افغان خاوره کي مداخله بنده کړي

د سولي ولسي حرکت: پاکستان دي په افغان خاوره کي مداخله بنده کړي

د سولي ولسي حرکت غړو نن د چهار شنبې په ورځ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اړوند پر فرضي کرښه د یوه لاریون پر مهال د پاکستان د مداخلو په اړه ږغ پورته کړ.
هغوی پر پاکستان ږغ وکړ چي نور دي په افغان خاوره کي مستقیمه او غیر مستقیمه مداخله بنده کړي.
د لاریون پر مهال د جګړې پر ښکېلو اړخونو ږغ وسو چي، الهي سولي ته غاړه کښېږدئ او نور باید افغانان ونه وژل سي.
په دغه لاریون کي چي زیاتو کسانو برخه په کښي اخستې وه وویل سوه، نور دي طالبان او عسکر نه سره ونه وژني او د دوی مشران باید اوربند وکړي.
د لاریون ګډونوالو هم د جګړې پر ټولو اړخونو د جنګ بس دی ږغ وکړ او له هغوی څخه ئې د واقعي اوربند او سولي غوښتنه وکړه.
د لاریون په وروستۍ برخه کي له پاکستاني مشرانو څخه وغوښتل سول چي نړیوالو مدني قوانینو ته ژمن پاته سي او هغه کسان دي نه تنګوي چي، د عدم تشدد پلویان دي.
پاکستاني مشران باید ژر تر ژره د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتون خوشي کړي.
د سولي ولسي حرکت غړو پرون د کندهار په پنجوایي او د بلخ په بلخ ولسوالیو کي د اوربند او سولي غوښتنه کړې وه.
#اوربند
#سوله
#PPM