کور / #PTM / د منظور پښتین نیونه د پاکستان وارخطايي څرګندوي

د منظور پښتین نیونه د پاکستان وارخطايي څرګندوي

لیکونکی: حاجي وردګ خان شیرزاد

د خیبرپختونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ اړوند د پښتون ژغورنې غورځنګ لویه او پراخه ولسي غونډه د پاکستاني ریاست پر مخ د څپیړې ګذار و، چې د منظور پښتین له لورې په کې د پښتون قام د یووالي او متحد کیدو غږ په کې وشو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غږ د نورو پښتون ملتپاله ګوندو له تاوده هرکلي سره مخ شو او د عوامي نشنل ګوند له لورې د پښتون د عمومي جرګې د را بللو اعلان وشو او د هغه څه و، چې د پاکستاني استخباراتو لپاره د زغم وړ نه و؛ همدا او چې په یو جعلي او غیرقانوني مقدمه کې  یې د شپې لکه د غلو غوندې د منظور په استوګنځاي باندي یې برید وکړ او د ټولو قوانینو خلاف دا ملي مبارز یې ونیو.

د منظور نیونه د پاکستاني ریاست هغه بدرنګه څېره نوره هم روښانه کړه، چې د تروریستانو په پالولو یې خپله کړې وه؛ ځکه منظور پښتین د پښتونو د سیمو نه د جنګ ټغر ټولولو لپاره کار کوي او د پاکستاني استخباراتو له لورې د جوړو شویو طالبانو او جعلي جنګونو خلاف چې پښتنو ته یې تاوان رسیږي غږ پورته کوي.

د منظور نیونې سره د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې پراخه مظاهرې وشوې، چې آن ریکارډ یې قایم کړ، چې د نړۍ په دوه دیرشو هیوادونو کې ۷۲۶ ځایه لاریونونه وشول او همدا راز د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار، سیاستوال محمد حنیف اتمر او ګڼو نورو شخصیتونو د منظور نیونه وغندل.

همدا راز باید وویل شي، چې د منظور پښتین نیونه د پښتنو د بیدارۍ یو پیغام د ځانه سره لاره او هغه څېرې او ګوندونه یې رسوا کړل، چې د پاکستان ستراتيژیک ملګري دي او د افغانستان په ورانولو کې لاس لري؛ لکه د جمعیت اسلامي ګوند، حزب اسلامي، محاذ ملي، اجرایه ریاست او آن طالبانو هم د پاکستاني استخباراتو د یادو کړنو په اړه چوپه خوله دي.

د پاکستاني ریاست دغه وارخطايي دومره شوه، چې د تورخم لاره یې وتړله؛ خو نور دې خپل دا خوبونه اوبو ته ووايي، چې افغانان به د تورخم دروازې د بندښت لپاره خفه کیږي. افغانان اوس غواړي، چې د تورخم په دروازه یو دیوال پورته شي؛ تر څو د پاکستان منحوسه څېره د خلکو له ذهنه ورکه شي.

اوس د تورخم دروازې بندښت سره افغانستان ته ګټې را ولاړیږي او پاکستان به زیان مومي.

 د یو اباد، ازاد او مترقي لوي افغانستان په هېله