کور / #PTM / پښتون تحريک او زندان

پښتون تحريک او زندان

ليکوال:   بشرمل ناصر

په نړۍ کې هرڅوک دښه ژوند تېرولو حق لري چې کوم نعمتونه يې په وطن کې شتون لري دهغو خلکو په واک کې دي اوخپله ګټه ترې اخلي وبل ته دسوال کچکول نه نيسي دښکلي ژوند خاوند دي دايوارې پښتون دى چې په لراوبرکې دسرولمبو په اور کې سوزي دخپلې شتمنې په خاطر وژل کېږي او زندان ته لېږل شوى دي دعدم تشدد سياست لاره باچاخان بابا اخيستې وه دلراوبر ناره يې کوله چې کلي په کلي ګرځېدى په لاس کې به يې نه توره او نه توپک و په اوږه به يې خړ څادر وئ خو دپښتون ضد خلکو باچاخان بابا نه پرېښود او دعدم تشدد په سياست به يې زندان ته واچاوه  دجابر په هرزندان کې يې شپې تېري کړې او دغه زغملاى نه شو چې باچاخان بابا دي دخپل حق ناره وکړي او لا دي دحق غوښتنه وکړي دارنګه خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي دپښتونستان چيغه پورته کړه دپښتونخوا وطن په غرونو کې يې نارې وکړې چې تاسو ګواه اووسئ چې زه دخپل دردېدلي قام له پاره هلي ځلي کوم دتورفرنګ له لاسه يې دځواني ټول پسرلي په زحمت باندي په زندان کې تېر کړل چې 32کاله شااوخوا دواړو مشرانو دتورو بندو دروازو ترشاتېر کړل دعدم تشدد سياست يې غوره کړئ و په اويا کاله کې يې پښتون ته دانسان په نظر نه دي کتلي او نه به ورته وګوري چې کله سخته راشي دتوپک خولې ته پښتون ورکوي دافغان انقلاب چې کله راغى دادهغو خپله ستوتزه وه چې انقلاب يې منلى او که نه ؟
خو دافغان له انقلاب څخه پنجاب ګټه واخيسته دافغانانو په وينو يې ځان په پښو وداروه چې ځان يې يو ايټمي قوت جوړ کړ چې کومي روپۍ به افغان مهاجرينو ته له بين المللي راتلې دهغه زياته برخه يې ګرځوله او خپل ځان يې باندي ساتلى په افغانانو يې روس مات کړ او وطن يې ټول ورباندي لوټ کړ او افغان وطن يې کافر او ځان ته يې دنړۍ ښه مسلمان لقب وکړ په دې بهانه يې له هرچا خيراتونه راټول کړل داسلام له مقدس نوم څخه يې ګټه واخيسته دافغان وطن شتمنې يې لوټ کړه دهېواد هرکاڼى په وينو سورشو له شهيدانوهديرې ډکي شوې دمعلولينوشمېر يې دنړۍ ترهرهېواد ډېر دى دلراوبر افغان په ټولو شتمنيو يې غېږه راوګرځوله او پښتانه يې ووژل چې لاتراوسه دوزيرستان کلي او کورونه کنډوالې ښکاري د مشرف په وخت کې يې دوزيرستان دکمين دکلي اويا مخور دجرګې مشرانو په لومړي ځل کې په شهادت ورسول او داسي يې دتوپک خوله ورته سمه کړه چې په خلکو يې  کورونه پرېښودل او تنکي ځوانان يې شهيدان کړل دهغو هدف داوئ چې په وزيرستان کې ګاز دى هغه دځان په ولکه کې راولي چې داکاز څلويښت کاله ديوميلون کسانو له پاره کفايت کوي او په دې غرونو کې طلا ده ـ دپنحاب دګټې له پاره که دپښتون مال او سر په کې ولاړشي هغو ته دترهګر نوم ورکړي ددوى ښه مزې وي اولادونه يې تعليم کوي پښتون بچى به په ورک پلار پسي ژاړي او مورکۍ دځوان زوى دبېرته راتلو ارمان لري او خويندي د وروڼو په غم کې دوير سندرې وايي چې ددې دحق غوښتنې له پاره ځوان منظورپښتين راپورته شو دهغو ورکو کسانو پوښتنه او غوښتنه کوي دپښتون دشتمنيو حساب غواړي دپښتون سيال په توګه دژوند حق لرې د وژلو حق نه لري ديوالي چيغه يې راپورته کړې ده دهغه پلوي نيول کېږي او پروفيسر ارمان لوڼى يې شهيد کړ علي وزير او محسن داوړ يې څو مياشتي بندي کړل د خړکمر په ولس يې ګولۍ وچلولې  او ګناهګار پښتون شو ـ دپښننون ژغورني غورځنګ مشر منظور باندې يې بنديز ولګولى چې دکراچۍ په ښارکې يې سوله ايزي جلسي ته نه پرېښود او تکړه ځوان چې په خټه سليمان خيل و ـ متظور پښتون يې په شخصي موټر کې تر کراچۍ ورساوه او منظور پښتين ته له اسلام اباد څخه دطيارې ټکټ نه ورکاوه بيا په سويلي پښتونخوا کې  په راتګ بنديزولګاوه دادنړۍ په کوم قانون کې شته چې څوک دي حق غواړي وهغه دي په سرټکول کېږي اوس يې مشر منظور پښتين نيولى دى او پښتانه اوس څنګه پرېکړه کوي چې تراوسه لاپښتون وژل کېږي او له خپله حق څخه بې برخې کېږي دپښتون ديوالي او دحق غوښتنې داوخت دى چې له لاسه يې ورنه کړي سبا به يې تر دې لا ترخه وي چې په يو او بل خپګان نه وکړي ـ دپښتنو تحريک په زندان نه کمزورى کېږي او نه پښتون له مرګه ويره لري پښتون په هرڅه کې غښتلى دى خو يوازي په يوالي کې يې ماته خوړلې ده او نن سبا يې ديوالي شپې دي چې يوه چيغه او يوموټى شي.