کور / #PTM / یاغي گربت

یاغي گربت

یو ساده کلیوال ځوان دی
د زندان په لور خندان دی

آرام ښکارې په ظاهر کې
په باطن کې یو توپان دی

نه کوم ډار لري له ښکاره
د یاغي گربت په شان دی

زولنو سره چې خاندې
ته به وایې باچاخان دی

اوسني عصر او زمان کې
یو سور گل د خپل ستان دی

د خبرو په انداز کې
سپیڅلي خوشحال خان دی

د منظور له حماسو نه
د شاعر قلم لرزان دی

یو لوی قام راغلي شور کې
مدنیت خواتې کاروان دی

په لنډو وایې نصرت دا
پی ټې ام زموږ ارمان دی

۲۸.۰۱.۲۰۲۰

 زلمی نصرت
وایله
دنمارک