کور / #PTM / د مارچ پر ۱۰ پېښور کي “پښتون جرګه” جوړېږي

د مارچ پر ۱۰ پېښور کي “پښتون جرګه” جوړېږي

د محکوم وطن د پښتنو د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د ارزولو په موخه تر سلا مشورو وروسته عوامي نيشنل ګوند د مارچ پر ۱۰ نېټه په پېښور کي يوه ستره جرګه رابللې ده.

د پښتنو په دې جرګه کي به د پښتون ملتپال ګوندونو مشران راغونډېږي او پر موجوده ستونزو به بحثونه کوي او حللاري به ورته لټوي.

د عوامي نېشنل ګوند له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي دا جرګه به د پېښور په باچا خان مرکز کي کېږي چي مشري به یې د ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي او په دې جرګه کي به د ژوند له بېلابېلو څانګو سره تړلو پښتنو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د روان کال د جنورۍ پر ۱۲ نېټه په بنو کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر پښتنو مشرانو ږغ وکړ چي د خپل قام د ستونزو د هوارولو لپاره دي يوه جرګه راوغواړي او د همدې جرګې له لاري دي پښتنو ته د ورپېښو ستونزو د له منځه وړلو لپاره لاري چاري ولټوي.

د منظورپښتين دې وړانديز ته د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان هرکلی ووايه او  د جنورۍ پر ۲۰ مه یې د باچا خان اونۍ په لړ کي په نوښار کې یوې غونډې ته په خپله وینا کي د پښتنو د یوې قامي جرګې راغوښتلو اعلان وکړ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مشر او سناتور عثمان خان کاکړ وايي، د پښتنو ستونزي د جرګې له لارې هوارېدلای سي خو باید دا جرګه د ټولو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو له خوا په شریکه جوړه سي.

نوموړي زیاته کړه باید دا جرګه یوه قامي اجنډا ولري او د جرګې پرېکړو عملي کولو لپاره یوه کړنلاره وټاکل سي.

د پارلېمان پخوانی غړی او سیاستمدار افراسیاب خټک بیا وايي، که چېرې یوه جرګه راجوړېږي نو باید چې دا یوه نماینده جرګه وي او په دې کي پښتنو ته په ورپېښو ستونزو څرګنده خبره وسي او د جرګې پرېکړې عملي کړل سي.

نوموړي وویل، له بده مرغه ملتپاله ګوندونه هم په دې کار کي پاتې راغلي دي ځکه چي که پاتې نه وی راغلی نو د جرګې ضروروت به نه وو. بله دا چي په دې جرګه کي پاکي خبرې وسي، غله ته غل او ساز ته ساز وویل سي.

 افراسیاب خټک وايي “په پاکستان کي د ترهګرو پټنځایونه دي، په قبایلي ضلعو کي خلک بې کوره دي، وژل سوي دي او په زرګونو نور لادرکه دي، نو باید، دا وویل سي چي دا هرڅه چا کړي دي”.

 پاکستاني رياست دوې ورځي وړاندي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم نيولی او دا مهال په جېل کي شپې سبا کوي.

د منظور پښتين نيول کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او د محکوم وطن په شمول په افغانستان، اروپايي هيوادونو او امريکا کي د هغه خوشي کولو لپاره پراخ لاريونونه روان دي.