کور / راپور / بادغيس کي د طالبانو له زندان څخه ۶۲ افغان سرتېري ازاد سوي دي

بادغيس کي د طالبانو له زندان څخه ۶۲ افغان سرتېري ازاد سوي دي

د فاع وزارت وايي، چي په بادغيس کي يې د طالبانو له يو زندان څخه ۶۲ افغان سرتېري خوشي کړي دي.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه عمليات د کمانډو ځواکونو لخوا د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي ترسره سوي دي .

د خبرپاڼي په حواله په خوشي سويو بندیانو کي ۵۵ تنه افغان ملي اردو، څلور کمانډو، دوه سرحدي پولیس او یو ملي پولیس شامل دي.

دفاع وزارت وايي، چي د عملياتو پر مهال ګڼ طالبان وژل سوي او پنځه تنه ژوندي نيول سوي دي.

طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.