کور / راپور / شمالي وزيرستان کي څلور پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

شمالي وزيرستان کي څلور پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

د شمالي وزيرستان په دته خيل ولسوالي کي د پاکستاني پوځ سره د نښتي پر مهال څلور پاکستاني پوځيان هلاک سوي او څلور نور مرګوني ټپيان سوي دي.

پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته سوه چي په دته خيل ولسوالي کي پوځ ګزمه کول او د وسلوالو په کمين کي وختی.

عيني شاهدان وايي، چي د پيښي په ځای کي يې د پوځ مړي ليدلي او د هغوی يو ګاډۍ په بشپړه توګه خراب سوی دی.