کور / #PTM / محسن داوړ: د منظور پښتين په ګډون د پي ټي ايم يوه غړي هم قانون نه دی مات کړی

محسن داوړ: د منظور پښتين په ګډون د پي ټي ايم يوه غړي هم قانون نه دی مات کړی

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ  او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی محسن داوړ وايي، چي پښتون ژغورني غورځنګ د خپل جوړښت څخه تر نن ورځي پوري هيڅ تشدد نه دی کړی او نه يې وکړي.

ښاغلي داوړ چي تېره ورځ يې د منظورپښتين د نيولو پرضد په پارلمان کي وينا کول وويل، چي پښتون ژغورني غورځنګ يو پرامنه تحريک دی او د همدې امن له لاري به خپل اواز اوچتوي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۷ نېټه ترهګر رياست په پېښور کي ونيوی او دا مهال د ډېره غازي خان په جېل کي دی. پنجابي رياست پر هغه باندي د قانون ماتولو تور لګولی دی.

خو ښاغلي داوړ تېره ورځ پارلمان ته په خپله وينا کي وويل: “چا چي د ریښتیاوو خبره کړې، د جمهوریت خبره یې کړې، چا هم چي د پاکستان د ایین خبره کړې پر هغه همدا تور پورې سوی چي دی غدار دی، ایین نه مني، قانون نه مني. خو حقیقت دا دی چي پر ټولو سیاسي شخصیاتو چي څومره مقدمې دایرې سوي، د پاکستان په هېڅ عدالت کي پر هېچا جرم ثابت سوی نه دی.”

محسن داوړ اسمبلۍ ته وویل، پښتون ژغورنې غورځنګ چي د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ څخه تر ۱۰مې پورې په اسلام اباد کي ناسته کړې او له هغه وخت راهیسې یې څومره احتجاجونه کړي، هغه ټول سوله ییز ول، خو په ۲۰۱۴ز کال کي یې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت ضد احتجاجي ناستې په یادونه وویل چي د اوسني واکمن ګوند پلویان خو ان د پارلېمان ودانۍ ته وننوتي وه:

“زه د خپل غورځنګ په اړه وایم، له کله چي دا تحریک پیل سوی پر موږ دا هېڅوک نسي ثابتولای چي موږ دې یو ګلدان هم مات کړی وي. سیاسي مقدمې دایرېږي. ستاسې پر وزیراعظم [عمران خان] او ولسمشر [عارف علوي] هم د ترهګرۍ مقدمې دایرې سوي. موږ ۱۰ ورځې دلته په اسلام اباد کي ناسته وکړه، یو ګلدان مو مات نه کړ، هېڅ سړک مو بند نه کړ. تاسې خو پر پارلېمان ورننوتئ، تاسې خو پر پاکستان ټېلېوېژن برید وکړ.”